پاکستان څخه په لسګونو جبري راستنې شوې کورنۍ د کمېټو له خدمتونو برخمنې شوې

sadam_morr

 د جبري راستنېدونکو د ستونزو د حل په موخه د عالي کمېسيون د ګومارل شوو کمېټو د معلوماتو له مخې، د هېواد په پولو کې ۸۰ کورنۍ د ګومارل شوو کمېټو له خدمتونو څخه برخمنې شوې.

 د ننګرهار، کندهار، نیمروز او هرات ولایتونو له فرضي کرښو څخه ۳۳ کورنۍ، چې ۸۲ جبري راستنېدونکي پکې شامل وو، د وري پر ۵ مه نېټه د پاکستان هېواد څخه راستنې شوې او په بایومتریک ډول ثبت او ورسره مرسته وشوه.

 ۱۶ کورنیو سره نغدې مرسته وشوه، ۳۱ کورنۍ په موقتي کمپ کې ځای پر ځای شوې، ۴۳ سیمکارتونه، د خوراکي توکو آماده کڅوړې، د څښلو وړ اوبه او د ژمنیو توکو کڅوړې په یادو شوو فرضي کرښو کې د ګومارل شوو کمېټو له لوري ووېشل شوې.

همدا رنګه  يادو شويو کورنيو ته د اطلاعاتو او امربالمعروف او نهی عن المنکر کمېټو لخوا د نوم ليکنې، لېږد، مالي مرستو، د لنډ مهاله استوګنې او د هېواد پېژندنې، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور معلومات وړاندې شول.

 لسګونه هغه کسان چې مسلکي او حرفوي اسناد یې درلودل وپېژندل شول او د چاودیدونکو توکو، نظافت ساتنې او عمومي پوهاوي په اړه راستنیدونکو ماشومانو ته معلومات ورکړل شول او دوی ته د رواني روغتیا په موخه د لوبو وسایل ورکړل شول.