ننګرهار ولایت کې له سلګونو کورنیو سره مرسته وشوه
په ننګرهار ولایت کې د وري پر ۵ مه نېټه په ۵۰۰ کورنیو د خوراکي توکو مرسته ووېشل شوه.
یادې شوې کورنۍ چې راستنېدونکي پکې شامل وو مخکې د دغه ولایت د مهاجرینو چارو ریاست له لوري په سرخرود ولسوالۍ کې اړمنې پېژندل شوې وې.
یاده شوې مرسته ۱۶ ډوله روغتیایي توکي د داکار مؤسسې له لوري د مهاجرینو چارو ریاست تر څارنې لاندې ووېشل شوه.