په لسګونو تنه مهاجرین په جبري توګه له پاکستان څخه راستانه شول

sadam_morr

۵۵ تنه افغان مهاجرین د وري پر ۵ مه نېټه د تورخم له فرضي کرښې څخه هېواد ته راستانه شول.

د ننګرهار ولایت د تورخم سرحدي آمریت د معلوماتو پر بنسټ، ۸ کورنۍ چې ۵۵ تنه کیږي په جبري توګه له پاکستان هېواد څخه راستنې شوې او د مهاجرینو چارو ریاست کې تر ثبتېدو وروسته د مرستو د تر لاسه کولو په موخه د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ او د مهاجرت نړیوال سازمان دفترونو ته ور وپېژندل شوې.