خپلو اصلي سیمو ته د بېرته ستنو شوو کورنیو شمېر
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د بېځایه شوو کورنیو او راستنېدونکو هېوادوالو د بېرته ستنېدو او بیا مېشتېدو لپاره، د هغوی اصلي سیمو او د اوسېدو ځایونو ته د انتقال بهیر د اړوندو ادارو په همکارۍ دوامداره ساتي.
په دې بهیر کې هغه کورنۍ هم شاملې دي چې د جګړو، ناامنیو، زلزلو، سېلابونو او نورو طبیعي او ناوړه پېښو له امله له خپلو اصلي سیمو څخه بېځایه شوې وي او کله چې مناسب شرایط برابر شي، بېرته خپلو سیمو او کلیو ته ستنېږي.
همدارنګه، د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د هغو راستنېدونکو هېوادوالو په انتقال کې هم ونډه لري چې د هېواد له سرحدونو څخه افغانستان ته راستانه کېږي او د سرحدي دروازو او اړوندو مرکزونو څخه یې ولسوالیو، کلیو او اصلي سیمو ته د انتقال زمینه برابروي.
د ثبت شوو شمېرو له مخې، تر اوسه ټولټال ۱٬۴۷۱٬۱۵۶ کورنۍ خپلو اصلي سیمو ته بېرته ستنېدلې او انتقال شوې دي.
همدارنګه، په روانه میاشت کې ۸۶۰ کورنۍ خپلو اصلي سیمو او د اوسېدو ځایونو ته انتقال شوې دي.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د اړوندو ادارو په همکارۍ هڅه کوي، چې د بېځایه شوو کورنیو او راستنېدونکو هېوادوالو لپاره خوندي او منظم انتقال، بېرته ستنېدو او د خپلو اصلي سیمو کې د بیا مېشتېدو زمینه برابره او د هغوی ستونزو او اړتیاوو ته رسېدنه وکړي.