سرپل کې نږدې دوه سوه کورنيو سره مرستې وشوې
د خوراک نړيوال سازمان WFP او کډوالۍ نړيوال سازمان IOM له لورې د سرپل ولايت دکډوالو چارو آمريت په همکارۍ ۱۵۹ بېځايه شوو کورنيوسره نغدي مرستې وشوې.
يادې کورنۍ چې د جګړو له امله د يوشمېر سيموڅخه ددې ولايت مرکز ته راکډه شوې وې د غبرګولي په دوو کټګوريو کې نغدي مرستې وشوې چې په لومړۍ کټګورۍ کې ۱۳۵ کورنيو ته ۶۸۵۰ افغانۍ او په دوهمه کټګورۍ کې ۲۴ کورنيو ته ۷۲۰۰ افغانۍ او ۲۹۶۰۰ افغانۍ نغدې ورکړل شوې.