د داوطلبۍ اعلان

anwari_morr

دنشر تاریخ

د ختمیدو تاریخ

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت له ټولو وړ داوطلبانو په ډېر درنښت غواړي، چې د ۱۰ زره او ۸۰۰ کیلوګرامه اوبلن ګاز (LPG) د برابرولو او تدارک د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي.

داوطلبان کولای شي د اړوندې شرطنامې کاپي د تدارکاتو له امریت څخه د فلش ډیسک له لارې او یا د ملي تدارکاتو ریاست له وېب‌سایټ څخه په وړیا توګه ترلاسه کړي. داوطلبان دې خپل افرونه د شرطنامې له شرایطو او د تړونونو له قانون سره سم، د مطلقې بیعې په توګه، په تړلي پاکټ کې د اعلان د خپرېدو له نېټې د ۱۴۰۵ کال د ۷مې میاشتې تر ۲۱مې د سه شنبې ورځې د ماسپيښين تر دوو بجو پورې د تدارکاتو امریت ته، چې په واصل اباد کې د جنګلک فابریکې شاته موقعیت لري، وسپاري.

ناوخته رسېدلي او انټرنېټي افرونه د منلو وړ نه دي.

د افرونو پرانیستلو غونډه د ۱۴۰۵ کال د ۷مې میاشتې په ۲۱مه د سه شنبې ورځې د ماسپيښين په دوو بجو د وزارت د غونډو په تالار کې ترسره کېږي.

More tenders

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۴ - ۱۱:۱۹
Background image

د قرارداد ورکړې د پرېکړې خبرتیا!

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت په پام کې لري، چې د تدارکاتو له قانون سره سم د وزارت د اړتیا وړ ۱۰ زره او ۸۰۰ کیلو ګرامو اوبلن ګاز(LPG) د برابرولو او تدارک قرارداد د حفیظ الله . . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۱ - ۱۲:۲۹
Background image

د کابل د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو ریاست د ۱۴۰۶ مالي کال لپاره د یوې ودانۍ په کرایه نیولو د داوطلبۍ اعلان!

د کابل ولایت د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو ریاست د خپلو اداري چارو د ښه پرمخ وړلو په موخه، د ۱۴۰۶ مالي کال لپاره د کابل ښار په لومړۍ، دویمه، درېیمه، پينځمه، اوومه او یا هم اتمه ناحیه . . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۱ - ۱۵:۸
Background image

د درمل داوطلبي

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت ټولو وړ داوطلبانو ته خبر ورکوي، چې د وزارت  لپاره د ۴۲ قلمه طبي لابراتوار وسایلو او ۱۰۰ قلمه درملو د برابرولو او تدارک د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون . . .

Back to tenders