پاڼه نشته.
زموږ نوي وېب پاڼه وڅېړئ
په زړه پورې دی (33%)
ښه (27%)
بد (40%)
د ترکیی نړیوالی پرمختیایی مرستو اداره دکډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت سره نن دڅلویښت زرو ډالرو په ارزښت دتخنيکي وسايلو او تجهيزاتو مرسته وکړه . دکډوالو او راستنیدونکو چارو وزير ډاکتر جماهير انوري ددغو مرستو دسندونو دترلاسه کولو په وخت کې وويل، په دغو مرستو کې له ټولو تجهيزاتو سره يې څلويښت دسکتاب کمپيوترونه ، اته لپ تاب کمپيوترونه او دغه راز درې پروجګتورونه شته چې دترکيې دنړیوالی پرمختیایی مرستو اداره یا تیکا موسسې له خوا ددغه وزارت داړتيا له مخې مرسته کړې ده . ډاکتر انوری ددواړو هيوادونو ترمنځ د ښو اړيکو يادونه وکړه او په بيلابيلو برخو کې يې له افغانستان سره دترکيې دمرستو له امله مننه وکړه . ده هيله وکړه چې له دغه عصري تکنالوژي څخه په استفادې سره دغه وزارت په هيواد کې له کډوالو، راستنيدونکو اوبي ځايه شويو سره لاښه خدمتونه ترسره کړي وروسته د تيکا موسسې مسوول وويل چې دا ددغه وزارت دسمبالولو په لاره کې دهمکاري لومړي ګام دى او دروژې په مياشت کې د ارزګان ، زابل ، فراه ، نورستان ، پکتيا او لغمان په ولايتونوکې له څلور زرو او دوه سوه راستنو شويو کورنيو سره دڅلور سوه زرو ډالرو په ارزښت دخوراکي توکو مرسته کوي ږږ
© e-Government of Afghanistan,
All rights reserved.