بدخشان کې ۱۴۶ بیځایه شویو کورنیو سره دخوراکي توکو مرسته وشوه

       دبدخشان ولایت دکډوالو او راستنیدونکو چارو ریاست د خوراک نړیوال سازمان  ډبلیو ، ایپ ، پی  په همکارئ ۱۴۶ کورنیو سره چې وردوج او بارک ولسوالیو له نا امنه سیمو څخه ددغه ولایت مرکز ته بیځایه شوي دي دخوراکي توکو مرسته وشوه دغه مرستې ددوشنبې په ورځ دزمرې په ۱۵ مه هرې کورنئ ته ۲ بوجئ وړه ، ۷کیلو دال نخود ،۷کیلو غوړي او یو کیلو مالګه وویشل شوه ۍ