DRC موسسه کډ والو چارو وزارت سره بېځايه شوو ته دخدمتو په موخه خپلې همکارۍ ډېروي
دغه ليدنه،چې د کډوالو چارو وزير سيد حسين عالمي بلخي او د يادې موسسې درئيس ترمنځ دکډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت کې ترسره شوه،چې پکې بېځايه شوو ته دخدمتونو او همغږۍ په سره خبرې اترې وشوې.
دکډوالو او راستنندونکو چارو وزيرسيد حسين عالمي بلخي له ياد بنسټ څخه غوښتنه وکړه، چې په مرکز او ولايتونو کې دې بېځايه شوو ته دغورخدمتونه او همغږۍ په برخه کې خپلې همکارۍ لاپسې ښه او ترسره کړي او په دغه برخه کې دې له شفافيت او رڼتيا څخه کار واخلي ترڅو پايلي يې شفافې او رڼې وي.
د DRC موسسې مسئول ژمنه وکړه، چې بېځايه شوو ته به خدمتونو په وړاندې کولو او ګډې همغږۍ په برخه کې لازمې کړنې ترسره کوي.