کډوالو چارو وزير له دولتي ادارو سره د نا دولتي موسسو د اداري لګښتونو په کمولو، څارنې او همغږۍ ټينګار وکړ

sadam_morr
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۲/۲۴ - ۹:۵۴
خبر

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزير سيد حسين عالمي بلخي د اروپايي ټولنې  د بشري مرستو د برخې له رييسې سره په ليدنه کې، چې افغانستان ته راغلې د نا دولتي موسسو د اداري لګښت په کمولو، څارنې او له دولتي ادارو سره په لا زياتې همغږۍ ټينګار وکړ.

د غه ليدنه د تېرې دوشنبې په ورځ د غويي په ۲۳ مه ترسره شوه په کې په کابل کې د اورپايي تولنې د بشري مرستو رئيس هم ګډون درلو او اړمنو کورنيوته د مرستو د وېش پر څرنګوالي، ددې بهير پر مديريت، روڼتيا، د کډوالو چارو له وزارت سره د مرسته کوونکو موسسو په همغږۍ او د هغوی د اداري لګښتونو دکمولو پر سر خبرې اترې وشوې.

د کډوالو چارو وزير له بېځايه شوو او راستنو شوو کورنيو سره د اروپايي ټولنې له مرستو د مننې ترڅنګ وويل، د کډوالو چارو وزارت په تېر کال کې يو نيم ميليون بېځايه شوو او راستنو شوو کسانو ته رسېدنه کړې، چې ددغو مرستو زياته برخه اروپا يي ټولنې ورکړې.

هغه د نا دولتي موسسو په زياتې همغږۍ ټينګار وکړ او ويې ويل، يادې موسسې بايد ا فغانستان حکومت د سياست، د بېځايه شوو ملي پالېسۍ، دبېړنيو حالاتو پلان او د موسساتو قانون اړونده عمل وکړي دافغانستان دولتي ادارو سره همغږي او دڅارنې مننونکي اوسي،زموږ غوښتنه داده چې دمرستو لپاره ځانګړې شوې پېسې بايد اړمنو کسانو ته ورسيږي نه داچې دموسساتو په اداري لګښتونو ولګول شي.

ښاغلي بلخي زياته کړه، چې دکډوالو چارو وزارت د مرستو په وېش کې د  روڼتيا درامنځ ته کولو په موخه په يونوي ميکانيزم او په ډيجټالي سيستم ( اسکوپ) دمرستو په وېش کار کوي چې ددې پروګرام په پلي کولوسره به بشپړه روڼتيا رامنځ ته شي.

هغه زياته کړه چې ياد وزارت د راستنېدونکو د دوامداره ځای پرځای کېدنې، دکار پيداکولو زمينې، استوګنې ځای او ښاري خدمتونو لپاره  کافي اندازه بوديجه په لاس کې نه لري.

د اروپايي ټولنې د بشري مرستو دبرخې رئيس د عريضې ليکلو سيستم ته د اړمنو کورنيو نه لاس رسی او د راستنو شوو کورنيو ته د مرستو وېش د تعقيب دسيستم نه شتون دمرستو دوېش دبهير په وړاندې يوه ستونزه ياده کړه او ديوه نوي سيستم د رامنځ ته کولو غوښتنه يې وکړه.

هغه زياته کړه چې په نور هېوادونو کې په ياده برخه کې بدلونونه رامنځ ته شوي او په راتلونکي کال کې د اورپايي ټولنې پارلماني ټاکنې ترسره کېږي،زموږ پام افغانستان ته دی او د افغانستان دبوديجې دزياتوالي لپاره هڅه کوو.

 

 

 

 

 

تازه خبرونه

جمعه ۱۳۹۸/۳/۳ - ۸:۲۵
Background image

دکډوالو چارو وزير په ويانا کې د (ICMPD) موسسې له رئيس سره وليد

​​​​​​​دکډوالو چارو وزير سيد حسين عالمي بلخي د غبرګولی په لومړۍ نېټه،چې وياناته يې رسمي سفر لره د(ICMPD) له رئيس ښاغلي مخايل اشپيند ليګر سره وليدل.

جمعه ۱۳۹۸/۳/۳ - ۸:۲۱
Background image

د کډوالو چارو وزير دافغانستان په استازيتوب دجنايت دمنعې او جزايي عدالت په نړيوال کنفرانس کې ګډون وکړه

د افغانستان يوه لوړپوړي پلاوي د سيد حسين عالمي بلخي ترمشرۍ لاندې دجنايت او جزايي عدالت دکمېسيون په کلنۍ ناسته کې ګډون وکړ.

پنجشنبه ۱۳۹۸/۲/۲۶ - ۱۲:۱۲
Background image

دننگرهار دشېخ مصري ښارګوټي يوشمېر ځوانانو خپلې ستونزې دکډوالو چارو له وزير سره شريکې کړې

دننګرهار ولايت د شېخ مصري ښارګوټي د ځوانانو شورا يوشمېر استازو د تېرې چهارشنبې په ورځ د عويي په ۲۵مه دکډوالو چارو وزارت له وزير سره په ليدنه کې په ياد ښارګوټي کې دشته ستونزو په اړه. . .

بېرته خبرونه ته