کډوالو وزير د تخار والي سره وليدل

sadam_morr
شنبه ۱۳۹۸/۵/۱۲ - ۹:۵۴

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزيرتخار ولايت دوالي عبدالحق شفق سره د تېرې چهارشنبې په ورځ د زمري په ۹مه په کډوالو چارو وزارت کې د تخار ولايت د داخلي بېځايه شوو وضعيت د ښه والي په اړه خبرې اترې وکړې.

عبدالحق شفق په لومړي سرکې د تخار ولايت د بېځايه شوو د وضعيت او ستوزو په اړه وويل، ياد ولايت ۷۶۰۰ بېځايه شوي لري، چې ۷۰ ٪ بېځايه شوي يې  سروې شوي او ۳۰٪ يې سروې کېږي. نوموړي زياته کړه، چې بېځايه شوي د سرپناه د نشتوالي او خوراکي موادو د کمښت سره مخ دي دکډوالو چارو وزارت او اړ وندو ادارو څخه د زياتې پاملرنې غوښتونکی شو.

دکډوالو او راستنېدونکو چارو وزير سيد حسين عالمي بلخي دتخار ولايت د بېځايه شوو د وضعت د راپور اورېدو وروسته  ژمنه وکړه، چې ددې ولايت د داخلي بېځايه شوو ستونزو ته به لاس رسی وکړي.

ښاغلي بلخي لارښوونه وکړه، چې بېځايه شووته دې يوه ځانګړې برنامه جوړه شي او د بېځايه شو ته يې د یو ګودام د جوړېدو ژمنه وکړه ويې ويل، چې په دې برخه کې به هلې ځلې وکړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۳۹۸/۵/۲۷ - ۸:۴۱
Background image

د کډوالو چارو وزارت د پناه غوښتونکو مرستيالې د ترکيې سفير له مرستيال سره وليدل

دغه ناسته چې د تېرې پنجشنبې په ورځ د زمري په ۲۴مه په کډوالو چارو وزارت کې ترسره شوه، په ترکيې کې دافغان کډوالود مديريت او دد وی د بېرته راستنېدو پرمنظموالي خبرې اترې وشوې.

پنجشنبه ۱۳۹۸/۵/۲۴ - ۸:۴۴
Background image

په کډوالو چارو وزار ت کې د ځمکې ترلاسه کولو لپاره د راستنېدونکو د راجستريشن کولو وخت  وټاکل شو

په دغه ناسته کې، چې د کډوالو چارو وزارت چارواکو او په افغانستان کې د ملګروملتونو دبشري مرستو  د دفتر رئيس ترمنځ   ترسره شوه، پکې د شورا د برنامې پر پيل او په کډوالو چارو وزار ت کې د. . .

پنجشنبه ۱۳۹۸/۵/۲۴ - ۸:۳۳
Background image

دکډوالو چارو وزارت چارواکو دنېکمرغه لوی اخترد رارسېدو له امله خپلو کارکوونکوته مبارکي وويله

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت چارواکو د لوی اختر وروسته د زمري په ۲۴مه په لومړۍ کاري ورځ  خپلو کارکوونکوته مبارکي وويله.

بېرته خبرونه ته