په مهاجرینو چارو وزارت کې د کاري پروسو اسانولو یو ورځنی ورکشاپ ترسره شو

anwari_morr
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۰ - ۱۵:۳۶

په مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت کې د روڼتیا زیاتوالي، مراجعینو ته د ښو خدمتونو وړاندې کولو په موخه د کاري پروسو اسانولو یو ورځنی ورکشاپ ترسره شو.

دغه ورکشاپ د یاد وزارت د مالي او اداري معین محترم شیخ کلیم الرحمن فاني، د چارو عمومي ادارې استازي، د مرکزي رییسانو او امرینو په شتون کې ترسره شو. 

په پیل کې ښاغلي فاني د کاري پروسو د اسانولو پر ارزښت ټينګار وکړ او ویې ویل: د کاري پروسو اسانول مراجعینو ته اسانتیاوې او د چارو په ترسره کولو کې روڼتیا او ښه‌والی رامنځته کوي.

هغه وویل: هڅه کوو، چې کاري پروسې اسانه کړو، تر څو هېوادوالو ته غوره او چټک خدمتونه وړاندې کړو.

وروسته د چارو عمومي ادارې استازي د کاري پروسو د اسانولو څرنګوالي او ارزښت په اړه معلومات وړاندې کړل او ویې ویل: د نړۍ حکومتي نظامونه د ښو خدمتونو وړاندې کولو لپاره هڅه کوي، چې کاري پروسې اسانه کړي.

نوموړي زیاته کړه، چې د کاري پروسو اسانول د فزیکي چارو په پرتله مراجعینو ته زیاتې اسانتیاوې رامنځته کوي او له سرچینو او وخت څخه د ښې ګټې اخیستنې سبب کېږي.

په پای کې د کاري پروسو اسانولو پر ادامې، روڼتیا زیاتوالي او د غوره خدمتونو پر وړاندې کولو ټينګار وشو.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۱:۱۰
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت پلاوی د کډوالو ستونزو ارزولو په موخه ترکیې په سفر لاړ

د وزارت د مقام دفتر رییس ښاغلي مولوي سعید احمد بنوري پر مشرۍ یو پلاوی د کډوالو او بندیانو ستونزو ارزولو په موخه ترکیې ته په سفر لاړ.
دغه پلاوی به د ترکیې هېواد له چارواکو او د افغان. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۵:۵
Background image

له همکارو بنسټونو سره دوه هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

د مهاجرینو چارو وزارت کې نن د جاپان خیریه مرستې او (OSAID) موسسو سره د ۲۹۸زره او ۷۶۳ امریکايي ډالرو پر ارزښت دوه هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول.
د هوکړه‌لیکونو موخه په نیمرزو، هلمند او ننګرهار. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۹:۲۵
Background image

د میدان وردګو مهاجرینو چارو امریت ته نوی امر ور وپېژندل شو

ښاغلی مولوي عبدالغني د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د وزارت د مقام دفتر رییس ښاغلي مولوي سعید احمد بنوري له لوري د میدان وردګو مهاجرینو چارو د نوي امر په توګه وپېژندل شو.
ښاغلي بنوري په چارو. . .

بېرته خبرونه ته