په ایران کې د افغانستان سفارت د تشریفاتو مسول د وزارت له مسلکي مرستیال سره ولیدل
د ایران په پلازمینه تهران کې د افغانستان اسلامي امارت د سفارت د تشریفاتو مسول مفتي محمد عالم نوراني د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت له مسلکي مرستیال الحاج مولوي عبدالرحمن راشد سره د ده د کار په دفتر کې ولیدل.
په دې لیدنه کې دواړو لورو په ایران کې په بېلابېلو برخو کې د افغان مهاجرينو د ستونزو په اړه خبرې وکړې.
ښاغلي راشد افغان مهاجرینو ته د خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې په ایران کې د افغانستان د سفارت له کارونو څخه د ستاینې ترڅنګ له هغوی څخه د لا همکارۍ غوښتنه څرګنده کړه.
ښاغلي نوراني د افغان مهاجرینو د خدمت په برخه کې د وزارت د مسلکي مرستیال د هڅو ستاینه وکړه او ښاغلي راشد ته یې په روان کال کې د مهاجرینو لپاره د لا زیاتو اسانتیاوو او خدمتونو په برابرولو کې د همکارۍ ډاډ ورکړ.