د کډوالو چارو وزير دافغان پناه غوښتونکو په برخه کې دملګروملتونو دکډوالو ادارې له نوې رئيسې سره وليدل

ناپیژنده (not verified)
شنبه ۱۳۹۸/۱/۲۴ - ۱۳:۵۶
د کډوالو چارو  وزير دافغان پناه غوښتونکو په برخه کې  دملګروملتونو دکډوالو ادارې له نوې رئيسې سره وليدل

Top of Form

Bottom of Form

 

دکډوالو او راستنېدونکو چارو وزير سيد حسين عالمي بلخي دافغان پناه غوښتونکو په برخه کې د ملګروملتونو دکډوالو ادرې له نوې رئيسې کرولاين ون بيورن سره د ليدنې پرمهال د دواړو ادارو د ګډو اومهمو کارونو په اړه خبرې وکړې.

ښاغلي بلخي  ون بيورن ته په افغانستان کې دملګروملتونو دکډوالو ادارې  دمشرۍ ترلاسه کولو مبارکي وويله او  په تېره کې ددواړو ادارو له ګډو فعاليتونوڅخه د نا خوښۍ ترڅنګ د يادو ادارو په زياتې همغږۍ او پروګرامونو ته د لومړيتوب په ورکړلو ټينګار وکړ.

ښاغلي بلخي د کډوالو او راستنېدونکو په برخه کې دملګرو ملتونو دکډوالو ادارې ښو کړنو ته په پام او  له افغان حکومت او نورو بنسټونو سره د پناه غوښتونکو په برخه کې  د هر اړخيزه همکاريو مننه وکړه او  ددغو اړيکو  د پراختيا غوښتونکی شو.  

بلخي د خپلو خبرو په دوام سره زياته کړه ، پناه غوښتونکو په برخه کې د ملګروملتونو دکډوالو ادره له افغانستان سره د سيمه ييزې څلور اړخيزه( افغانستان، ايران، پاکستان او UNHCR) ستراتيژۍ په برخه کې ګډ مسوليتونه لري او زموږ ټينګار په دې دی، چې د هېواد په کچه د پروژو په پلي کولو او لومړيتوب لپاره په بشپړې همغږۍ سره کار وکړو.

 

هغه وويل، موږ هيله لرله چې ستاسې اداره به د ۲۰۱۹ کال پلان له موږ سره شريک کړي، ترڅو د لومړيتوب ورکولو په برخه کې ګډ کار وکړو، خو زموږ د تمې خلاف تر اوسه نه دی شريک شوي ، مګر موږ د هغې په تمه يو.

ون بيورن د کډوالو چارو له وزير څخه د مننې ترڅنګ وويل، په افغانستان کې د کډوالو او بېځايه شوو ستونزه نړيوالۍ پاملرنې ته اړتيا لري او موږ ژمنه کوو چې د کډوالو چارو وزارت په همکارۍ به په ياده برخه کې لا هڅه وکړو.

هغې ژمنه وکړه چې کډوالو او بېځايه شوو ته د مرستو په جلب، د دواړو ادارو همغږۍ، د پلان شريکولو او د لومړيتوب ورکولو او د نړيوالو پروتوکولونو په رعايت سره به له هيڅ ډول هڅو درېغ ونه کړي.

د کډوالو چارو وزير له ون بيورن څخه د مننې ترڅنګ ډاډ ورکړ، چې دغه وزارت چمتو دی ترڅو په ياده برخه کې له ملي او نړيوالو بنسټونو سره هر اړخيزه همکاري وکړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۵ - ۱۲:۱
Background image

د وزارت د کارکوونکو د ظرفیت لوړونې کورس پرانیستغونډه وشوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د کارکوونکو د ظرفیت لوړونې په موخه د ادارې او مدیریت د کورس پرانیست غونډه نن د غوایي په ۵ د وزارت د غونډو په تالار کې د وزارت د یو شمېر رییسانو،. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۲ - ۱۰:۳۹
Background image

د وزارت مسلکي مرستیال د بلخ ولایت د مهاجرینو له ریاست څخه لیدنه وکړه

د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو وزارت مسلکي مرستیال مولوي عبدالرحمن راشد د غوایي لومړۍ نیټه بلخ ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د مهاجرینو چارو ریاست له رییس او کارکوونکو سره ول. . .

شنبه ۱۴۰۳/۲/۱ - ۲۰:۲۰
Background image

د داخلي بې ځايه شويو ریيس د څلورمې ناحيې د کمپ له استازو سره ولیدل

 
د مهاجرینو چارو وزارت د داخلي بې ځایه شویو وضعیت ته د رسېدنې رییس مولوي سردار شېرزاد د کابل ښار د څلورمې ناحیې د بې ځایه شویو د مېشتغالي د اوسېدونکو له استازو سره ولیدل.
په دې. . .

بېرته خبرونه ته