د کډوالو عالي ادارې، د اسیایي دفتر مشرې د مهاجرینو چارو له سرپرست وزیر ولیدل

sadam_morr
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۱۳ - ۲۰:۴۹
-

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي ادارې، د اسیایي دفتر مشرې آغلې "های کیونګ جون" د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو له سرپرست وزیر الحاج خلیل الرحمن حقاني سره د هغه د کار په دفتر کې ولیدل

په دغه ناسته کې د تازه راستنو شوو مهاجرینو، داخلي بېځايه شوو او په راتلونکې کې راستنېدونکو مهاجرینو لپاره د بشري مرستو او خدماتو وړاندې کولو په میکانیزم خبرې وشوې

آغلې جون وویل، افغانستان ته د راتګ هدف یې دلته د مهاجرینو وضیعت له نږدې څارل او د جینوا په راتلونکي ناسته کې شریکول دي

نوموړې همدا راز د یادې ادارې ځینې ستونزې شریکې کړې او د مهاجرینو چارو وزارت د همکارۍ غوښتنه یې وکړه

د مهاجرینو او رستنېدونکو چارو سرپرست نوموړې ته له ښه راغلاست وروسته وویل: د مهاجرینو چارو وزارت هم یو بشري ارګان دی او له هرډول تبعیض پرته هېوادوالو ته خپل خدمات ترسره کوي، ښاغلي حقاني وویل، مونږ ته د نظام اصول ترهرڅه زیات ارزښت لري او هر فعالیت باید د نظام له اصولو سره سم ترسره شي

نوموړي په کارونو کې په همغږۍ، شفافیت او د فساد په مخنیوي ټینګار وکړ

په ناسته کې د مهاجرینو چارو وزارت مسلکي مرستيال مولوي عبدالرحمن راشد هم په په تفاهم او همغږۍ ټینګار وکړ او دا چې ددواړو ادارو د کار ساحه ګډه ده، نو خدمات هم باید د یوه ګډ پلان له مخې ترسره شي

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۵ - ۱۲:۱
Background image

د وزارت د کارکوونکو د ظرفیت لوړونې کورس پرانیستغونډه وشوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د کارکوونکو د ظرفیت لوړونې په موخه د ادارې او مدیریت د کورس پرانیست غونډه نن د غوایي په ۵ د وزارت د غونډو په تالار کې د وزارت د یو شمېر رییسانو،. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۲ - ۱۰:۳۹
Background image

د وزارت مسلکي مرستیال د بلخ ولایت د مهاجرینو له ریاست څخه لیدنه وکړه

د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو وزارت مسلکي مرستیال مولوي عبدالرحمن راشد د غوایي لومړۍ نیټه بلخ ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د مهاجرینو چارو ریاست له رییس او کارکوونکو سره ول. . .

شنبه ۱۴۰۳/۲/۱ - ۲۰:۲۰
Background image

د داخلي بې ځايه شويو ریيس د څلورمې ناحيې د کمپ له استازو سره ولیدل

 
د مهاجرینو چارو وزارت د داخلي بې ځایه شویو وضعیت ته د رسېدنې رییس مولوي سردار شېرزاد د کابل ښار د څلورمې ناحیې د بې ځایه شویو د مېشتغالي د اوسېدونکو له استازو سره ولیدل.
په دې. . .

بېرته خبرونه ته