د پناه غوښتونکو مرستيالې د يوه لوړپوړي پلاوي په ګډون پاکستان ته سفر وکړ

sadam_morr
چهارشنبه ۱۳۹۸/۳/۲۲ - ۱۵:۱۲
Dr Alema

د کډوالو او راستنېدونکو چارو  وزارت مرسيتالې ډاکټرې عالمې د يوه لوړپوړې پلاوي په ګډون،چې له پاکستان سره دخبرو اترو پنځه ګونو کمېټو رئيسانو پکې هم شتون درلود هغه هېواد ته سفر وکړ.

دغه افغان پلاوي د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت سياسي مرستيال په مشرئ  د تېرې دوشنبې په ورځ دغبرګولي په ۲۰مه په اسلام آباد کې د پاکستان له پنځه ګونې پلاوي او يوشمېر چارواکو سره وليدل.


په دغه ګډه ناسته کې چې د ددواړو هېوادونو د بهرنيو چارو وزراتونو د سياسي مرستيالانو په کچه ترسره شوه، دواړو خواوو پکې د تېر کال د ناستې د سند پر اساس خپلې کړنې  وڅېړلې، د پروژو او پروګرامو نو په پلي کولو کې شته ستونزې تر بحث لاندې ونيول شوې او ژمنه وشوه چې هغوی ته به رسېدګي وشوي.

دکډوالو چارو وزارت مرستيالې په دغه ناسته کې  د کډوالو او راستنېدونکو د وضعيت پرښه والي او په خپله خوښه او مصئونه راستنېدنه باندې ټينګار وکړ.

د يادونې ده چې د سولې او يوځای والي په اړه د افغانستان او پاکستان د عمل پلان دسند د پيل ناسته د ۱۳۹۸ کال دچنګاښ په ۳۱مه ترسره او له هغې وروسته د پنځه ګونو کمېټو په اډانه کې د پرمختګونو او همکاريو د څرنګوالي په اړه نورې کاري ناستې په کابل او اسلام آباد کې ترسره شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۳/۱/۲۰ - ۱۲:۱۳
Background image

مسلکي معین او د وزارت کفیل د ایران د سفارت مرستیال او سرپرست سره ولیدل

 مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي معین او د وزارت کفیل مولوي عبدالرحمن راشد په کابل کې د ایران د سفارت مرستیال او سرپرست ښاغلي نجاري سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.
په دې کتنه کې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱/۱۶ - ۱۲:۳۲
Background image

د پاکستان سفارت له مرستیال شارژدافیر سره ناسته ترسره شوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي مرستیال او کفیل په کابل کې د پاکستان سفارت له مرستیال شارژدافیر جنید وزیري او مل پلاوي سره په خپل کاري دفتر کې ولیدل
په دغه ناسته کې په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱/۱۵ - ۱۱:۵۲
Background image

د چین د بورسیې رقابتي ازموینه د مهاجرینو چارو په وزارت کې واخیستل شوه

د چين د بورسیې لپاره رقابتي ازموينه د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو وزارت د ۲۸ تنو کارکوونکو په ګډون واخیستل شوه.

د وزارت د بشري سرچینو رییس مفتي مدیر ګل احمدي د دې ازموینې د څارنې. . .

بېرته خبرونه ته