د پناه غوښتونکو مرستيالې د نړيوالو بنسټونو سره د سولې وروسته راستنېدو په اړه خبرې وکړې

sadam_morr
چهارشنبه ۱۳۹۸/۱۱/۲ - ۱۵:۱۳
معین امور پناهندگان وزارت امور مهاجرین با نهادهای بین المللی روی عودت پس از صلح صحبت کرد
د کډوالو او راستننېدونکو چارو وزارت دپناه غوښتونکو مرستيالې ډاکټرې عالمې په کابل کې د يوشمېر نړيوالو بنسټونو د استازو سره د سولې وروسته راستنېدو په اړه خبرې وکړې. دپناه غوښتونکو مرستيالې په بېلابېلو ناستوکې په کابل کې دملګرو ملتونو دکډوالو ادارې ( UNHCR) له رئيسې کرولاين وين بيورن، په افغانستان کې د کډوالۍ نړيوال سازمان (IOM) د دفتر رئيسې ستيوارت سيمپسون، دخوراک نړيوال سازمان (WFP) د دفتر رئيس رابرت کسکا،د امريکا سفارت د کډوالۍ د برخې مسؤل نيوسم ربرت، دروغتيا نړيوال سازمان د دفتر مرستيال دويد لا او په کابل کې د هبيتات د دفترمرستيال فرناندو دوسيوز سره د سولې وروسته د راستنېدونکو په خپله خوښه راستنېدو پروسې ( ۲۰۲۰-۲۰۲۴) په اړه خبرې وکړې ويې ويل، چې دغه پروسه به په خپله خوښه وي چې پنځه ميليونه کډوالو به دسولې وروسته په پنځو کلونوکې راستنانه شي. په ذکر شوې پروسه کې هېواد ته راستنېدونکي افغان کډوال د پراختيايي او بشري مرستو څخه برخمن شي.د پناه غوښتونکو مرستيالې د دواړو خواو وغوښتل چې د سولې وروسته راستنېدو په برخه کې دهمکارۍ غوښتنه وکړه. ذکر شوو اړخونو ژمنه وکړه چې ددغې پرنامې په پلي کولو کې به دکډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت سره هر اړخيزه همکاري وکړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۶ - ۱۵:۱۱
Background image

د پاکستان په پلازمینه اسلام اباد کې د افغان سفارت د مهاجرینو چارو اتشې او قونسلګرۍ څانګې د همغږۍ ناسته وشوه.

 د پاکستان په اسلام اباد کې د افغان مهاجرینو چارو اتشې د دفتر د راپور له مخې، په دغه هئواد کې د اسلامي امارت د سفارت د قونسلګرۍ څانګې له مسولینو سره د دغه دفتر ګډه ناسته د غویي پر ۱۹مه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۶ - ۸:۴
Background image

بغلان: د مهاجرینو چارو وزیر د کرکر سیمې له سیلاب ځپلو سره ولیدل

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر الحاج خلیل الرحمن حقاني د بغلان ولایت مرکز پلخمري اړوند د کرکر سیمې له سیلاب ځپلو سره په داسې حال کې ولیدل، چې د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال. . .
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۲۵ - ۱۴:۴۵
Background image

بغلان: د سیلابونو له امله د شهیدانو کورنیو سره نغدي مرستې پیل شوې

د بغلان ولایت مرکزي بغلان ولسوالۍ کې د وروستیو سیلابونو له امله د شهیدانو کورنیو ته د هر شهید پرسر ١٠٠ زره افغانۍ د مهاجرینو چارو وزیر او یو شمېر نورو لوړپوړو چارواکو له لورې وویشل. . .

بېرته خبرونه ته