د پناه غوښتونکو مرستيالې ترکيې هېواد ته سفر وکړ

sadam_morr
پنجشنبه ۱۳۹۸/۴/۱۳ - ۸:۳۵
داکتر صاحب عالمه

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د پناه غوښتونکو مرستيالې ډاکټرې عالمې د تېرې سې شنبې په ورځ د چنګاښ په ۱۱مه دکډوالۍ مشورتي ميکانيزم رامنځ ته کولو، دکډوالو او انساني قاچاق په موخه ترکيې ته سفر وکړ.

اغلې عالمې په دغه ناسته کې  دافغانانو د کډوالۍ اصلي لامل نا امني، لوږه او بېکاري ياده کړه او ويې ويل، دکډوالو قاچاق يو جرم دی،چې دسازمانونو او نړيوالو شبکو له لورې رهبري کېږي.

 افغان دولت دخپل مسئوليت په درک کولوسره افغانانو ته د قانوني سفر په برخه کې هڅې کوي، ترڅو له ګاونډيو هېوادونو سره د قراردادونو په وسيله د غېر قانوني کډوالۍ او غېرمنظمې کډوالۍ او ددغې کاري قوې مخه ونيسي.

نوموړې يادونه وکړه،چې د انساني  او کډوالو قاچاقو،  قانون په ۲۰۱۷ کال کې نافذ او د پلي کولو مرحله کې يې قرار درلود، چې اوس د افغانستان امنيتي بنسټونه کولای شی، چې د انساني قاچاقو سره په مبارزه کې عملي ګام واخلي او مجرمين دقانون منګولوته وسپاري.

دکډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د (( افغانستان لپاره د کډوالۍ پراخه پالېسي)) او دکډوالۍ موضوع ته په کتو، پرمنظمې او غېر منظمې کډوالۍ ټينګار کوي او دغېر قانوني کډوالۍ څخه دمخنيوي په برخه کې يو لوی پلان وړاندې کوي، چې د هغې اساسي ټکو څخه په لنډه توګه يادونه کېږي:

افغانستان کې دکډوالۍ قاچاقو(SOM) ارزونه او لارښوونه  د انساني قاچاقو ارزونه د انساني او کډوالو قاچاقو په برخه کې د ښکېلو سازمانونو سره د راټولو شوو اطلاعاتو شريکول اوپه دغه برخه کې نورې ګڼې کړنې.

موږ په دې باوري يو،چې کډوالۍ قاچاق هم ملي، سيمه اييز او هم جنبه لري.

دهغې چېړنه او ورسره مبارزه يوازې ملي اړخ نه لري. بايد په سيمه اييزو او نړيوالو همکاريو ټينګار وشي.

د پناه غوښتونکو مرستيالې زياته کړه، د افغانستان دولت د بشر حقونو د کنوانسيون، نورو اسنادو، کړنلارو  او نړيوالو ميکانيزمونو سره د هېواد د روښانه جزا قانون پلي کولوته ژمن دی.

دا په داسې حال کې ده، چې د امريکا متحده ايالاتو دکلني راپور پر اساس افغانستان په ۱۳۹۷ کال کې د انساني او کډوالو قاچاقو سره دمبارزې په برخه کې په لوړ موقف کې ځای ونيو، چې دا د افغانستان دغوره فعاليتونو ښکارندويي کوي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۳۹۸/۴/۲۳ - ۸:۴۶
Background image

د ترکيې هېواد يو لوړ پوړی پلاوی کابل ته راځي

​​​​​​​د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د پناه غوښتونکو  مرستيالې ډاکټرې عالمي د ترکيې له سفير سره په خپل کاري دفتر کې د تېرې شنبې په ورځ د چنګاښ ۲۲مه وليدل او په نږدې راتلونکي کې . . .

پنجشنبه ۱۳۹۸/۴/۲۰ - ۱۴:۵۳
Background image

د افغانستان او پاکستان د سولې او يووالي د عمل سند لپاره د کډوالو کمېټې د درييمې دورې خبرې پيل شوې

​​​​​​​د کډوالو د مودې غځيدنه،د پاکستان پوهنتونونوته د کډوالو زده کوونکو لاس رسی، کډوالو  زده کوونکو،زده کړيالانو، سوداګرو او هغو کسانوته چې له پاکستانيانو سره يې ودونه کړي

پنجشنبه ۱۳۹۸/۴/۱۳ - ۹:۵۷
Background image

د بدخشان ولايت دکډوالو چارو آمريت اداري  ستونزې او ننګونې ترڅېړنې لاندې ونيول شوې

دکډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت دپلان او پالېسۍ سرپرست مرستيال په مشرۍ يوپلاوی چې بدخشان ولايت ته يې سفر کړی د بدخشان ولايت دکډوالو چارو آمريت اداري ستونزې او ننګونې يې تر څېړنې لاندې. . .

بېرته خبرونه ته