د وزارت سرپرست د ترکیې له یوه سوداګر او په هغه هېواد کې د مېشتو افغان مهاجرینو له استازي سره ولیدل

sadam_morr
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۱۱ - ۱۲:۴۴
-

 د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست الحاج خلیل الرحمن حقاني په ترکیه کې د افغان مهاجرینو له استازي عزت الله سادات او د یاد هېواد یو تن سوداګر فتح سره د خپل کار په دفتر کې ولیدل.
 ښاغلي حقاني دوی ته له ښه راغلاست وروسته وویل: زموږ هېواد په وروستیو کلونو کې له ډېرو ستونزو سره مخ شوی دی او د اسلامي امارت په راتګ سره موږ ته زمینه برابره شوه، چې د پراختیا او پرمختګ پر لور ګامونه واخلو او موږ په خپل هېواد کې د پانګوالو ملاتړي یو چې همدلته پانګونه وکړي.
 ښاغلي سادات په ټول هېواد کې د خوندي چاپېریال له رامنځته کېدو خوښي څرګنده کړه او په ترکیه کې د مېشتو افغان مهاجرینو ستونزې یې له سرپرست وزیر سره شریکې کړې.
 د سرپرست وزیر ښاغلي حقاني له لوري ښاغلي سادات ته په راتلونکي کې ستونزو ته د رسېدنې په موخه ډاډ ورکړل شو.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۳/۱ - ۱۴:۲۲
Background image

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر په افغانستان کې د ترکيې له سفیر سره ولیدل

 
مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر الحاج خلیل الرحمن حقاني د غبرګولي میاشتې په لومړۍ نیټه په افغانستان کې د ترکیې هېواد سفیر جنگ اونال او مل پلاوي سره په خپل کاري دفتر کې ولیدل.
په. . .
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۳/۱ - ۱۲:۴۸
Background image

رحماني: مرستې به په منظمه او شفافه توګه مستحقو کسانو ته رسیږي

بورتنۍ څرګندونه د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د مرستو د همغږۍ  رئیس شیخ عبدالرحمن رحماني د بغلان ولایت سیلاب ځپلو کورنیو ته د رسیدنې په موخه له همکارو بنسټونو سره په ګډه ناسته کې. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۳۱ - ۱۴:۶
Background image

یو شمېر نظامي مسولینو د وزارت له مسلکي مرستیال سره ولیدل

 د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي مرستیال الحاج مولوي عبدالرحمن راشد د زابل او فاریاب ولایتونو له یو شمېر نظامي قوماندانانو سره په خپل کاري دفتر کې ولیدل.
 په دې لیدنه کې هغوی. . .

بېرته خبرونه ته