د وزارت د حقوقي ملاتړ ریاست رییس د حقوقي ودې نړیوال سازمان له مسولانو سره ولیدل
د مهاجرینو وزارت د حقوقي ملاتړ رییس الحاج نبي الله داد خېل ستانکزی د حقوقي ودې نړیوال سازمان د بهرینو اړیکو له مسوول ښاغلي عصمت الله ځدراڼ او مل پلاوي سره نن د سلواغې پر ۴ مه نیټه په خپل کاري دفتر کې ولیدل. په دې لیدنه کې د دواړو خواوو ترمنځ د افغان مهاجرینو د حقونو پر ملاتړ خبرې اترې وشوې.
ښاغلي ستانکزي وویل: د افغان مهاجرینو د حقونو ملاتړ یو انساني وجیبه ده او د دوی د حقونو غږ باید تر نړیوالو ورسېږي، چې مهاجرین له خپلو حقوقو ګټه واخلي.
هغه زیاته کړه، افغان مهاجرین د ګاونډیو هېوادونو په زندانونو کې بې ګناه بندیان شوي دي. پکار ده، چې د هغو حقونو ته د رسېدنې په برخه کې مرسته وشي، دغه راز له هغو څخه یې غوښتنه وکړه، چې د راستنېدونکو لپاره، چې د کابل هوایي ډګر څخه راستنېږي د مهاجرت نړیوال سازمان په نغدي مرستو کې دې ډېروالی راشي.
ښاغلي ځدراڼ وویل: په تېرو څو میاشتو کې مو د دې وزارت فعالیتونه او کړنې ارزولي دي او موږ د افغان مهاجرینو د حقونو په برخه کې د نورو مرستو د وړاندې کولو په پار هڅه کوو، چې د مهاجرینو وزارت او د افغان مهاجرو پېغام نړیوالو ته ورسوو.
د لیدنې په پای کې دواړو لوریو پر لا نورو همکاریو ټینګاروکړ.