د مهاجرینو چارو وزیر د خوست، شیخ امیر ولسوالۍ د اوسېدونکو ستونزې واورېدې
د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر الحاج خلیل الرحمن حقاني د خوست ولایت، شیخ امیر ولسوالۍ ته د خپل سفر په ترڅ کې د ګربزو له علماو، قومي مشرانو او د وزیرستاني مهاجرینو له استازو سره ددغه ولسولۍ په مقر کې ولیدل
د ګربزو مشرانو یادې ولسوالۍ ته د مهاجرینو چارو وزیر له ورتګ څخه خوښي وښوده او خپلې غوښتنې، ستونزې او وړاندیزونه یې له ښاغلي حقاني سره شریک کړل
د مهاجرینو چارو وزیر ډاډ ورکړ، چې ستونزې به یې د حل په موخه له اړوندو ارګانونو سره شریکې کړي
ښاغلي حقاني د ګربزو له مشرانو وغوښتل، چې له وزیرستاني مهاجرینو سره ښه چلند وکړي، او د تازه راستنو شویو مهاجرینو ترڅنګ ددوی هم هرډول لاسنیوي ته دوام ورکړي