د مهاجرینو چارو وزیر د اوبو او انرژۍ وزارت له مرستیال سره وکتل

anwari_morr
دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۱۴:۳۶
-

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د اوبو او انرژۍ وزارت له مرستیال محترم انجنیر مجیب الرحمن عمر اخندزاده سره وکتل.
په دغې لیدنه کې راستنو شویو ته په ښارګوټو کې د اوبو برابرولو په اړه خبرې وشوې او یو لړ وړاندیزونه شریک شول.
 ښاغلي عمر اخندزاده وویل، چې د کابل ښار په ګډون د هېواد په ډېرو سیمو کې د اوبو د کمښت ستونزې حل او له شته سرچینو څخه د اغېزمنې ګټې اخیستنې لپاره هڅې روانې دي او زیاته یې کړه، چې د اوبو د مدیریت لنډمهاله طرحه چمتو شوې او د تایید په وروستي پړاو کې ده.
د نوموړي په وینا، چې استوګنیزو سیمو ته د اړتیا وړ اوبو رسولو پلانونه هم د عملي کېدو په حال کې دي او هغه سیمې چې د اوبو له کمښت سره مخ دي، له نورو سیمو څخه ورته د اوبو رسولو او همدارنګه په کابل کې د اوبو د یوه بند د جوړولو لپاره بودیجه ځانګړې شوې ده.
محترم مولوي عبدالکبیر نوموړي ته ښه راغلاست وویل او د هغه هڅې یې وستایلې.
هغه وویل، چې اقلیمي بدلونونو او په تېرو څو لسیزو کې د اوبو د سرچینو نه مدیریت ګڼې ننګونې رامنځته کړې او یادونه یې وکړه، چې اسلامي امارت پر لوړه کچه دغې برخې ته پاملرنه کوي او تمه ده، چې په راتلونکو څو کلونو کې د لویو ښارونو او لرې پرتو سیمو لپاره اړتیا وړ اوبه برابرې شي.
ښاغلي وزیر څرګنده کړه، چې د اوبو د مدیریت په برخه کې باید وخت ضایع نه شي او  د راستنو شویو ښارګوټو ته یې د اوبو پر برابرولو ټينګار وکړ.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۱:۲۹
Background image

په كندهار کې سلګونو بېوزلو راستنو شویو کورنیو ته خوراکي توکي ووېشل شول

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت محترم مقام په دوامدارو هڅو، له ګاونډيو هېوادونو څخه راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش په لړ کې دا ځل په کندهار کې سلګونو بېوزلو راستنو شویو کورنیو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۱۵:۲۷
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د اسلامي امارت د بریا او فتحې پنځمه کلیزه ونمانځل شوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت په مسجد کې نن د ماسپښین له لمانځه وروسته د معینانو، رییسانو او د دغه وزارت کارکوونکو په شتون کې د اسلامي امارت د بریا او فتحې پنځمې کلیزې په مناسبت. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۹:۵۷
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت په هڅو زابل کې له سلګونو راستنو شویو کورنیو سره مرسته وشوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت په هڅو په زابل کې له سلګونو بېوزلو راستنو شویو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.
د خوراکي توکو د وېش په دغې برنامه کې، چې په مرکز قلات کې جوړه. . .

بېرته خبرونه ته