د قرارداد د ورکړې د پریکړې اطلاعیه

anwari_morr

دنشر تاریخ

د ختمیدو تاریخ

د تدارکاتو د قانون د دوه څلوېښتمې مادې د (۲) فقرې له مخې، ټولو ته خبر ورکول کېږي، چې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت په پام کې لري چې د (د برېښنا، نلدوانۍ او نجارۍ وسایلو تدارک او تهیه د وزارت د مرکزي واحدونو لپاره د ۱۴۰۴ مالي کال په موخه) قرارداد د شمس الیت لوژستیکي خدماتو شرکت ته، چې د جواز شمېره یې (۶۲۱۸۳) ده او په کابل ښار ده‌بوري سیمه کې موقعیت لري، په ټولیزه اندازه د ۶۲۰٬۲۱۲ (شپږ سوه او شل زره او دوه سوه او دولس) افغانۍ په ارزښت ورکړي.

هغه حقیقي او حکمي اشخاص چې په دې تړاو هر ډول اعتراض لري، کولای شي خپل اعتراض له دې اعلان د خپرېدو نېټې څخه تر اوو تقویمي ورځو پورې، په لیکلې بڼه او له خپلو دلایلو سره یوځای، د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د تدارکاتو آمریت ته چې په واصل‌آباد کې د جنگلک فابریکې شاته موقعیت لري، د تدارکاتو د قانون د پينځوسمې مادې له مخې وسپاري.

یاد اطلاعیه د قرارداد د تړون معنا نه لري، او تر هغه وخته پورې چې یاد موده بشپړه او قانوني مراحلو ته ورسېږي، قرارداد به نه تړل کېږي.

 

More tenders

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۲ - ۱۲:۵
Background image

د داوطلبۍ اعلان

موضوع: د وزارت د دفترونو لپاره د دفتري وسایلو: ایرکنډېشن، واټر کولر او یخچال د برابرولو او تدارک د دواطلبۍ اعلان.

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت له ټولو وړ داوطلبانو په ډېر درنښ . . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۲ - ۱۲:۵
Background image

د داوطلبۍ اعلان

 

موضوع: د وزارت لپاره د ای ټي وسایلو، لکه: ډسکټاب کمپيوټر، لپټاب، پرنټر او د سرمیزي ټليفون د برابرولو او تدارک د دواطلبۍ اعلان.

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت له ټولو وړ داوطل . . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۱ - ۱۰:۳
Background image

د داوطلبۍ اعلان

 

موضوع: د وزارت د برېښنايي حاضرۍ دستګاه او ټکنالوژي وسایلو د برابرولو او تدارک د داوطلبۍ  اعلان.

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت له ټولو وړ داوطلبانو په ډېر درنښت غواړي، چې د ب . . .

Back to tenders