د رییس الوزرا سیاسي مرستیال د ننګرهار د تورخم له فرضي کرښې څخه لېدنه وکړه
د ننګرهار ولایت د مهاجرینو چارو ریاست د معلوماتو پر بنسټ، د اسلامي امارت د سیاسي چارو مرستیال مولوي عبدالکبیر حیدري پرون د سلواغې پر ۲۳ مه نېټه د دغه ولایت د تورخم د فرضي کرښې په عمري کمپ کې د دولسو کمیټو له مسؤلینو، کمیشنر او راستنیدونکو افغانانو سره ولیدل.
په دې لیدنه کې رييس الوزرا سياسي مرستيال دعمري کمپ ټولو مسوولينو او د مهاجرينو د چارو رييس ته د هر ډول مالي مرستو ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه موږ به ستاسو تر څنګ یو، چې وکولای شو په ګډه د خلکو خدمت وکړو.
د ننګرهار د مهاجرینو رییس باز محمد عبدالرحمن د سیاسي مرستیال ته د ښه راغلاست ترڅنګ وويل: موږ خوښ يو، چې تاسو تورخم ته په سفر راغلي یئ او د مهاجرینو ستونزې مو له نږدې وليدلي، موږ چمتو يو لکه څنګه، چې مو په دې برخه کې پخوا هم د خلکو خدمت کړی دی، اوس هم د هېوادوالو خدمت ته چمتو یو او د مهاجرینو سره به هېڅ ډول مرسته و نه سپموو.
د يادونې وړ ده، چې د رییس الوزرا سياسي مرستيال په عمري کمپ کې هرې کورنۍ ته لس ــ لس زره افغانۍ نغدي مرسته ورکړه.