د افغانستان او پاکستان د سولې او يووالي د عمل سند لپاره د کډوالو کمېټې د درييمې دورې خبرې پيل شوې

sadam_morr
پنجشنبه ۱۳۹۸/۴/۲۰ - ۱۴:۵۳
داکتر عالمه

د کډوالو د مودې غځيدنه،د پاکستان پوهنتونونوته د کډوالو زده کوونکو لاس رسی، کډوالو  زده کوونکو،زده کړيالانو، سوداګرو او هغو کسانوته چې له پاکستانيانو سره يې ودونه کړي د اوږد مهاله وېزو د ورکړې زمينې برابرول ددې خبرو مهم موضوعات ول.

دغه ناسته د تېرې چهارشنبې په ورځ د چنګاښ په ۱۹مه په کابل کې ترسره شوه چې په کې د پناه غوښتونکو او اخيستونکو  د ستونزو پر سر دواړو لوريو خپل نظرونه شريک کړل.

د افغانستان د خبرو پلاوی مشري ډاکټرې عالمې او د پاکستان د پلاوی مشري د هغه هېواد د سفران وزارت مرستيال پر غاړه لرله، په کابل کې د پاکستان سفارت استازي او د افغانستان حکومت د اړونده ادارو استازو هم په کې شتون درلود.

د افغانستان لورې د سولې له راتلو وروسته د راستنېدونکو پراخې پالېسۍ جوړولو ته په اشارې سره وويل، موږ دامهالپه يو نوي پروګرام کار کو ترڅو د سولې له راتلو وروسته راستنېدونکو ته د ښه راغلاست او ځای پرځای کېدنې لپاره لازم چمتوالی ونيسو.

پاکستان همکاريو ته په اشارې سره ژمنه وکړه چې ډېر ژر به په پاکستان کې د مېشتو کډوالو ثبت شوي معلومات به له افغانستان سره شريک کړي.

 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۲ - ۱۰:۳۹
Background image

د وزارت مسلکي مرستیال د بلخ ولایت د مهاجرینو له ریاست څخه لیدنه وکړه

د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو وزارت مسلکي مرستیال مولوي عبدالرحمن راشد د غوایي لومړۍ نیټه بلخ ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د مهاجرینو چارو ریاست له رییس او کارکوونکو سره ول. . .

شنبه ۱۴۰۳/۲/۱ - ۲۰:۲۰
Background image

د داخلي بې ځايه شويو ریيس د څلورمې ناحيې د کمپ له استازو سره ولیدل

 
د مهاجرینو چارو وزارت د داخلي بې ځایه شویو وضعیت ته د رسېدنې رییس مولوي سردار شېرزاد د کابل ښار د څلورمې ناحیې د بې ځایه شویو د مېشتغالي د اوسېدونکو له استازو سره ولیدل.
په دې. . .
دوشنبه ۱۴۰۳/۱/۲۰ - ۱۲:۱۳
Background image

مسلکي معین او د وزارت کفیل د ایران د سفارت مرستیال او سرپرست سره ولیدل

 مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي معین او د وزارت کفیل مولوي عبدالرحمن راشد په کابل کې د ایران د سفارت مرستیال او سرپرست ښاغلي نجاري سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.
په دې کتنه کې. . .

بېرته خبرونه ته