دکډوالو چارو وزير په ايران کې د افغانستان له نوي سفير څخه وغوښتل چې کډوالو ته دې په خپل کاري لومړيتوب کې ځای ورکړي

ali_hamta
دوشنبه ۱۳۹۸/۳/۲۰ - ۹:۲۹
وزیر

د ولسمشر پخوانی سلاکار او د سرحدونو او قبايلو چارو زوارت مرستيال  عبدالغفور لېوال چې تازه په ايران کې افغان سفير ټاکل شوی، دکډوالو چارو وزير سره په ليدنه کې په ايرن کې د افغان کډوالو د وضعيت په اړه خبرې اترې وکړې.

 

دغه ليدنه د تېرې يکشنبې په ورځ د غبرګولي په ۱۹مه په کډوالو چارو وزارت کې ترسره شوه. د کډوالو چارو وزيرسيد حسين عالمي بلخي  ښاغلي لېوال ته د نوې دندې  دمبارکۍ ترڅنګ په ايران کې  دمېشتو افغان کډوالو د وضعيت په اړه معلومات ورکړل او له هغه څخه يې وغوښتل چې د دواړو هېوادونو اړيکې داسې برابرې کړي، چې دکډوالو موضوع په لومړيتوب کې ځای ولري.

دهغه په خبره په تېرو څلور کلونو کې دکډوالو چارو وزارت د پرلپسې هڅو په پايله کې په ايران کې د افغان کډوالو د کارتونو دمودې غځولو لګښت کم شوی؛ خو په پشپړه توګه له منځ نه دی تللی.

په ايران کې  دافغانستان نوي سفير ژمنه وکړه، چې دبهرنيو چارو وزارت او يوشمېر نورو سکتوري ادارو سره په څنګ کې به خپلې اړيکې په مستقيم ډول برابرې او دکډوالو چارو وزارت به په دغه برخه کې په لومړيتوب کې ونيسو.

 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۳۹۸/۳/۲۸ - ۱۳:۱۶
Background image

ننګرهار کې بې ځايه شويو کورنيو سره بشري او خپلو سيمو ته د هغوي د لېږد په موخه مرستې پيلېږي

د کډوالو او را ستنېدونکو چارو وزارت د پلان او پالېسۍ سرپرست مرستيال مهر خدا صبار په مشرۍ يو لوړ پوړي پلاوي ننګرهار ته د خپل سفر پر مهال د غبرګولي په ۲۶ مه د جلال اباد ښاروالۍ مېلمستون. . .

دوشنبه ۱۳۹۸/۳/۲۷ - ۱۱:۵
Background image

په کډوالو چارو وزارت کې دمور نړيواله ورځ ونمانځل شوه

د مور نړيواله ورځ د کډوالو چارو وزارت ديوشمېرلوړپوړو چارواکو، رئيسانو او کارکوونکو له خوا ونمانځل شوه.

دوشنبه ۱۳۹۸/۳/۲۷ - ۱۱:۲
Background image

د کډوالو چارو وزير په يو رسمي سفر پاکستان ته و لاړ

دکډوالو او راستنېدونکو چارو وزير سيد حسين عالمي بلخي د سيمه اييزو حل لارو د درې اړخيزه او څلور اړخيزه ناستو او په ايران او پاکستان کې دمېشت افغان کډوالود وضعيت په اړه د خبرو په موخه د. . .

بېرته خبرونه ته