دکډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت کلنی روزنيز پروګرام ترسره شو

sadam_morr
دوشنبه ۱۳۹۸/۱/۲۶ - ۸:۵۰
گارکاه اموزشی وزارت

 دغه درې ورځنی روزنيز پروګرام دکډوالو، بېځايه شوو او راستنېدونکو د ژوند ښه والي او دهغوی د غوره مديريت په موخه په کابل کې جوړ شوی و
 
په ولايتونو کې د وزارت لومړۍ درجه مسئولينو د اطلاعاتو شريکولو، دستونزو په نښه کولو او په ولايتونو کې د بېځايه شوو او راستنېدونکو د ښه مديريت لپاره د حل لارو موندلو په موخه کابل ته راغلي او په دغه روزنيز پروګرام کې، چې د تېرې يکشنبې په ورځ د وري په ۲۵مه پيل شوی ګډون لري
د کډوالو او رارستنېدونکو چارو وزير سيد حسين عالمي بلخي ددغه روزنيز پروګرام د پرانيستې په مراسموکې په روان کال کې د ياد وزارت د پروګرامونو په اړه وويل، چې اوس مهال د کډوالو چارو وزارت د وچکالۍ له امله د بېځايه شوو اصلي سيموته په راستنېدنه کار کوي او په دغه برخه کې د بېځايه شوو د راستنېدنې لپاره د بوديجې برابرولو پر سر دماليې وزارت سره خبرې اترې شوي دي
ښاغلي بلخي زياته کړه  دتېرو څلورو کلونو په موده کې په کور دننه او بهر دکډوالۍ مديريت ديوشمېر هېوادونو او بنسټونو ترمنځ ديوې ګډې پديدې په توګه پېژندلې ، چې په پايله کې يې اوس افغانستان د کډوالۍ نړيوال مديريت په بحثونو کې له کډوالۍ د زيانمن شوي هېواد په ګډونن لري او د هېواد په داخل کې د ولسمشر او اجرايه رييس په مشرۍ د ګډو جوړښتونو په رامنځ ته کولو د کډوالۍ ګډو مديريت هم منځ ته راغلی دی.
 
د هغه په وينا د کډوالو او راتسنېدونکو چارو وزارت اوس مهال د کډوالو په يوې لويې پالېسۍ کارکوي، چې د هغې په وروستۍ کولو سره به افغانستان د لومړي ځل لپاره د کډوالۍ د يوې لويي پالېسۍ لرونکی هېواد شي.
د کډوالو چارو وزارت مالي او اداري مرستيال انجينير احمد ولي حکمي  په خپلو خبرو کې اقتصادي کډوالۍ، نا امنۍ او د جګړو او طبيعي پېښو له امله بېځايه شوو کورنيو ته په اشارې سره د کډوالۍ پديده د افغانستان لپاره يوه ملي مسله ياده کړه، نوموړي ځپلو سيمه ييزو کارکونکو څخه د کډوالو چارو وزارت ملاتړ اعلان کړ او له هغوی يې وغوښتل چې د کډوالو د غوره مديريت لپاره هڅې وکړي.
په همدې حال کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دکډوالۍ برخې ( UNHCRR) رييسې آغلې کرولين ون برن ، د کډوالۍ نړيوالې ادارې (IOM) مرستيالې مېرمن ګرګس او په افغانستان کې د امريکا سفارت د کډوالۍ برخې استازي له افغانستان او کډوالو چارو وزارت سره د خلکو د بېړنۍ ژغورنې او د هغوی د ژوند دوام په موخه د پراختيايي مرستو ژمنه او د زياتو همکاريو اعلان وکړ.

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱/۸ - ۱۳:۴۲
Background image

د مهاجرینو وزارت او دوو موسسو ترمنځ د څه باندې۲ میلیونه ډالرو په ارزښت د همکارۍ درې هوکړه لیکونه لاسلیک شول

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت او دوو موسسو، د بشري مرستو د همغږۍ موسسې او د جاپان بېړنۍ موسسې ترمنځ د ۲ میلیونه ۶۰۰ زره ۳۴۱ امریکایي ډالرو په ارزښت د همکارۍ هوکړه لیکونه لاسلیک. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱/۷ - ۲۰:۵۹
Background image

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي مرستیال پکتیکا ته سفر وکړ

 
د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي مرستیال د جبري راستنېدونکو کډوالو لپاره د موقتي استوګنې کمېتې مشر ښاغلي الحاج عبدالرحمن راشد له ګډ پلاوي سره پکتيکا ولایت ته سفر وکړ او. . .
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱/۷ - ۱۳:۲۶
Background image

د مهاجرینو وزارت کې د سلګونو حج غوښتونکو د پچه اچونې مراسم ترسره شول

په ایران، پاکستان او نورو لوېدیځو هېوادونو کې د مېشتو ۶۰۰ کډوالو چې د حج د فریضې د ادا کولو لپاره یې نوملیکنه کړې وه، په مهاجرینو او راستنیدونکو چارو وزارت کې یې د اړوندو برخو د استازو. . .

بېرته خبرونه ته