دپناغوښتونکو دمرستيالې ژوندليک

ډاکټره عالمه په ۱۳۴۳ ه ش کال کې، چې د  ۱۹۶۴  ز کال سره سمون خوري دکابل د آسمايي جادې په سيمه کې په يوه روښانفکره کورنۍ کې سترګې پرانيستي، په محجوبه هروي او زرغونه لېسوکې د لومړنيو او منځنيو زده کړو وروسته د تحصيلي بورس له لارې د لوړو زده کړ په موخه آلمان هېواد ته ولاړه، ماستري اداکتر عالمه د پناغوښتونکو مرستیالېو دوکتورا يې هم د فلسفې او د افغانستان او آلمان د اړيکو دبرسۍ په برخوکې له دغه هېواد د ليپزيک له پوهنتون څخه ترلاسه کړي دي.

نوموړې دلوړو زده کړو ترڅنګ دکاري تجربې د ترلاسه کولو په موخه لنډمهالې زده کړې هم ترسره کړي دي:

  • په ۱۳۸۱ (۲۰۰۲)  کال کې دپراختيايي کارکوونکې په توګه دکار دچمتوالي کورس.
  • په  ۱۳۸۴ (۲۰۰۵) کال کې د کيفيت دپروسې په برخه کې زده کړې.
  • په  ۱۳۸۶ (۲۰۰۷) کال کې د المان (academy for conflict transformation) په اکاډومۍ کې دشخړو دحل او د سولې په برخه کې زده کړې.
  • په  ۱۳۸۷ (۲۰۰۸) کال کې په المان کې دپروګارمونو دهمغږي کوونکو تخصصي کورس.
  • په  ۱۳۸۹ (۲۰۱۰)  کال کې په المان کې د پلان،څارنې او څېړنې تخصصي کورس.
  • په  ۱۳۹۰ (۲۰۱۱) کال کې د(GIZ) په مرسته د ويتنام د ستراتېژۍ جوړولو  (capacity works GIZ)  په برخه کې زده کړې.

ډاکټرې عالمې دپورتنيو زده کړو څخه په ګټې اخيستنې سره په بېلابېلو برخو کې وړتياوې ترلاسه کړي،چې په لاندې برخوکې يې خلکوته دخدمت لپاره ترې ګټه پورته کړې:

 

  • له  ۱۳۶۱ څخه تر  ۱۳۶۲ کال پورې کورنيو د لارښوونې په ټولنه کې د دندې ترسره کول.
  • له  ۱۳۶۷ څخه تر  ۱۳۶۹ کال پورې د ښځينه ارګانونو په برخه کې درهبرۍ په کچه د دندې ترسره کول.
  • له  ۱۳۷۴ څخه تر  ۱۳۷۶ کال پورې  المان دبهرنيو چارو وزارت له ارشيف څخه په ګټې اخيستلو او دبرلين مونشن دختيځ موډرن انسټيټوټ په همکارۍ د ( افغانستان د دوه نړيوالو جګړو په منځ کې ) په برخه کې علمي څېړنه.
  • له  ۱۳۷۷ څخه  ۱۳۷۹ کال پورې دفرانکفورت په ښارکې د اروپايي ټولنې ديوې  پروژې په اداري برخه کې، چې د المان دګارګرو دټولنې پورې يې تړاو درلود د دندې ترسره کول.
  • له  ۱۳۷۹ څخه تر۱۳۸۰ کال پورې  دالمان دګارګرو په ټولنه کې د ډېر عمر لرونکو دتخصص دمشورتي ټيم غړې.
  • له  ۱۳۸۰ څخه تر ۱۳۸۱  کال پورې دموقتي ادارې له رامنځته کېډو وروسته دالمان حکومت له غوښتنې سره سم دافغانستان دښځو چارو وزارت د اړتياوو ارزونه.
  • له ۱۳۸۱ څخه تر ۱۳۸۳ کال پورې په افغانستان کې دالمان دپراختيايي خدمتونو په موسسه کې دسيمه ايزو سازمانونو دکار دبرخې مسئوله.
  • له ۱۳۸۳ څخه تر  ۱۳۸۷ کال پورې افغانستان کې دالمان د پراختيايي خدمتونو په موسسه کې د ديموکراسۍ د ودې او پراختيا دبرخې مشره.
  • له ۱۳۸۷ څخه تر۱۳۹۲ کال پورې په GIZ-ZFD  موسسه کې دسولې مدني خدمتونو او دشخړ دحل پروګرام مسئوله.
  • د  ۱۳۹۲  او  ۱۳۹۳ کلونو په موده کې د  (GIZ)  په دفتر کې د ( consultant) په توګه.
  • د د ۱۳۹۳  څخه تر   ۱۳۹۴  کال پورې دښځو چارو په وزارت کې دنړيوالو اړيکو اوسياسي چارو سلاکاره.
  • په  ۲۰۱۵   کال کې د ټاکنيزو اصلاحاتو دځانګړې کمېسيون غړې.

ډاکټرې عالمې دپورنيو دندو او مسئوليتونو سربېره دلاندې دندو وياړ هم لري:

  • په ليپزيک ښارکې دافغان محصلينودټولنې مشره.
  • دبخښنې نړيوال سازمان سره افتخاري همکاره.
  • دالمان دفرانکفورت ښارکې دافغان ښځو ديوځايوالي کمټې بنسټ اېښودونکې.
  • دالمان په بېلابېلو ښارونوکې دافغان ښځو دوضعيت په اړه دليکچرونو وړاندې کول او دتاريخي او افغان ښځو دمسايلو دکارپېژندونکې په توګه.
  • په  ۱۳۸۳ کال کې په افغانستان کې ديوشمېر ښځو په ګډون دافغان ښځو دسياسي ګډون دکمېټې رامنځ ته کول.  
  • دګورهر شاد پوهنتون د اغتبار لرونکي بورد غړې.
  • د  ۱۳۸۳  کال کې په ټاکنيز بهير کې دکتونکې په توګه.
  • په المان کې دبن په دوهم کنفرانس کې دمدني ټولنو دګروپ د غړې په توګه اوهمدارنګه په دغه کنفرانس کې دمدني ټولنو دپلاوي دلاروښونکې په توګه.

ډاکټره عالېمه دفرهنګي او رسنيز کار په برخه کې هم مهمې لاسته راوړنې لري چې په لنډه توګه يې يادونه کو:

  • ۱۳۶۲ (۱۹۸۳) کال کې له الماني ژبې څخه دري ژبې ته ددوو لغات ناموژباړه.
  •  له  ۱۳۷۴ څخه تر  ۱۳۷۶ پورې افغانستان ددوو نړيوالو جګړو په منځ کې ديوعلمي کتاب ليکنه.
  • په  ۱۳۸۰ (۲۰۰۱)  کال کې  دافغانستان او المان اړيکو په اړه ديو ه کتاب ليکل، لومړی او دوهم چاپ.
  • له ۱۳۷۹څخه تر ۱۳۸۱کال پورې  په دري او الماني ژبو د ازادو مجلو نشرول.

ډاکټرې عالېمې درسنيو سره دهمکارۍ او فرهنګي،مدني او ټولنيزو فعاليتونوپه برخه کې لاندې کارونه ترسره کړي دي:

  • دافغان ښځوغږ راډيوسره همکاري.
  • په حرير پروډکشن کې  دښځو لپاره دتلويزوني خپرونوجوړول.
  • دښځو دبرخې دمجلو سره مرسته.
  • په کندوز ولايت کې دښځو لپاره دانټرنيټي کلپونو جوړول.
  • د ننګرهار، پکتيا، غور، کندز، غزني، مزارشريف او کابل ولايتونو کې د نړيوالو مرستو په مټ د 500 ډېرو لويو او وړو  پروژو مالي ملاتړ. 
  • په ولايتونوکې دسولې دجرګو  دجوړېدو ملاتړ.

ډاکټرې عالېمې دخپلو مهمو لاسته راوړنو سربېره   په بېلا بېلو برخوکې دغه لاندې وياړونه خپل کړي:

  • په  (1395) کال کې په کډوالوچارو وزارت کې دښو کړنو له امله دافغانستان له ولسمشر له لوري دملالې ميوند دولتي مډال ترلاسه کړی.
  •  (1393) کال کې دښځو دسياسي ګډون کمېټې له لوري د ۲۰۰ کسانو څخه له ډلې څخه دسولې د ۲۲ سفيرانو په لېست کې غوره کول او جايزه  ترلاسه کول.
  • په (1395) کال کې دسياسي څېړنکې په توګه د تنديس (مجسمې)ترلاسه کول.  

ډاکټره عالېمه د ۱۳۹۴ کال دکب دمياشتې په ۱۸مه نېټه دکډوالو او راستنېدونکو چارو  وزارت دپناغوښتونکو دمرستيالې په توګه ګومارل شوې،چې تراوسه په ښه شان خپله دنده پرمخ وړي.