کندز کې ۱۴۹بېځايه شوو کورنيو سره مرسته وشوه
د (ORD) موسسې له لورې د کندز ولايت د کډوالو چارو رياست په همکارۍ ۱۴۹ بېځايه شوو کورنيو سره د غېرخوراکي موادو مرسته وشوه.
يادې کورنۍ چې د جګړو له امله د عيسی خېل خروټي او يو شمېر نورو سيمو څخه ددې ولايت مرکز ته راکډوه شوې وې د زمري په ۲۱ مه هرې کورنۍ سره دوه ترپاله، يوه ګازډبه، يو سطل، روغتيايي کڅوړې او دپخلنځي مکمل سامان الاتو مرسته ووېشل شوه.