ننګرهار کې بېځايه شوو کورنيوسره مرسته وشوه
د ( BEST ) موسسې له لورې د ننګرهار ولايت دکډوالو چارو رياست په همکارۍ ۶۷ بېځايه شوو کورنيوسره، چې د ګاونډيو هېوادو څخه ددې ولايت مرکز ته راستنې شوې وې له يوې سروې ورسته ورسره د کورجوړولو په برخه کې نغدي مرسته وشوه.
يادو کورنيو هرې کورنۍ ته د تېرې پنجشنبې په ورځ د چنګاښ په ۲۷مه ۷۳۲۰۰ افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه.