بدخشان کې له ۵۹ کورنیو سره نغدي مرسته وشوه

sadam_morr
-
 
 
په بدخشان ولایت کې ۵۹ جبري راستنو شویو کورنیو ته د غوایي میاشتې ۵ مه نېټه نغدي مرسته ووېشل شوه.
د بدخشان ولايت د مهاجرینو چارو ریاست دمعلوماتو له مخې دغه مرسته له هغو کورنيو سره چې په وروستیو کې له ګاونډيو هيوادونو څخه راستنې شوي دي د اميرالمومنين په حکم او د مهاجرینو چارو د رياست په همغږۍ ووېشل شوه او هرې کورنۍ ته دوه دوه زره افغانۍ ورکړل شوې.
د يادونې ده، چې دغه مرسته پر هغو کورنيو، چې د غړو شمېر يې له پنځو تنو څخه کم وي، دوه زره افغانۍ او له پنځو څخه زياتو کسانو ته زر افغانۍ وېشل کېږي.