لسګونه مهاجرین له پاکستان څخه په جبري توګه راستانه شول

sadam_morr

 ۵۳ افغان مهاجرین د وري ۲۷مه نېټه د تورخم له فرضي کرښې څخه هېواد ته راستانه شول.
 د ننګرهار ولایت د تورخم سرحدي آمریت د معلوماتو له مخې ۱۰ کورنۍ چې ۵۳ تنه کېږي، له پاکستان څخه په جبري توګه راستنې شوې او د مهاجرینو ریاست سره تر نوملیکنې وروسته د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ او د مهاجرت نړیوال سازمان دفترونو ته ورپېژندل شوې.