پاکستان څخه د جبري ایستنې د بهیر له پیل راهیسې لسګونه زره کورنۍ هېواد ته راستنې شوې دي

sadam_morr

د ننګرهار د مهاجرینو چارو ریاست د معلوماتو له مخې، له پاکستان څخه د افغان مهاجرینو د جبري ایستنې له پیل راهیسې، ۹۲زره او ۲۸۶ کورنۍ چې ۵سوه ۳۵ زره او ۵۶۲ تنه کېږي په جبري توګه راستنې شوې دي.

د ننګرهار ولایت د مهاجرینو چارو رییس بازمحمد عبدالرحمن په وینا، په دغه ولایت کې اویا سلنه راستنې شوې کورنۍ میشتې کړل شوې دي، چې په بېلابېلو برخو کې د اسلامي امارت او موسسو له لورې ورسره مرستې شوي او ټاکل شوې ده، چې نورې اړینې مرستې هم ورسره وشي.

هغه وويل: راستانه شوي په بېلابېلو برخو کې لومړنیو مرستو ته اړتيا لري.

ټاکل شوې ده، چې له کوچني اختر وروسته د مهاجرینو د راستنېدو دویمه څپه پيل شي، د مهاجرینو چارو رييس په دې برخه کې له مرستندویو بنسټونو او نړيوالو سازمانونو د همکارۍ غوښتنه څرګنده کړه.