غزني کې پر ۱۵ کورنیو نغدي مرسته ووېشل شوه
په غزنی ولایت کې پرون د وري ۱۵ مه له ۱۵ بې ځایه شویو او مستحقو کورنیو سره نغدي مرسته وشوه.
دا مرسته په دوو برخو کې د ډنمارک د مهاجرت شورا له خوا ٢٦ زره او ۴۰ زره افغانۍ وې، چې هرې کورنۍ ته د هغه ولايت د مهاجرينو ادارې له خوا تر اړمن پېژندلو وروسته ورکړل شوې.