پاکستان کې د میشتو مهاجرینو د اتشې مرستیال د افغان مهاجرینو له مشرانو سره ولیدل

sadam_morr

د پاکستان په اسلام اباد کې د مهاجرينو چارو د اتشې د راپور له مخې، د اتشې مرستيال د وري ۷مه نېټه د پاکستان د پنجاب په چکوال ولسوالۍ او د پاکستان په راولپنډۍ ښار کښې د افغان مهاجرينو له يو شمېر مشرانو او استازو سره د دغه هېواد د سفارت په مرکزي دفتر کې ولیدل.

په دې ناسته کې د مهاجرینو استازو د POR او ACC کارتونو په اړه، چې نیټې یې په ختمیدو دي، خپلې ستونزې د اتشې له مرستیال سره شریکې کړې.

د اتشې مرستیال د دوی د ستونزو له اورېدو وروسته وویل: د POR او ACC کارت لرونکي به د هیڅ ډول فشار لاندې نه ایستل کیږي، بلکې مهاجرین به د درې اړخیز ګډ هوکړه لیک له مخې په داوطلبانه، باعزته، تدریجي توګه او پرته له کوم فشار ستانه شي.

هغه وویل: د مهاجرینو د ملکیتونو د انتقال په برخه کې اتشه دنده لري، چې ژر تر ژره ورته رسیدنه وکړي او کړنې د پاکستان د نورو میشتو ادارو په همکارۍ په خپل وخت ترسره شي.