تخار کې پر لسګونو کورنیو نغدي مرسته ووېشل شوه
په تخار ولایت کې له ګاونډیو هېوادونو څخه له جبري راستنو شویو ۷۴ کورنیو سره نغدي مرسته وشوه.
دغه کورنۍ وړاندې هلته د مهاجرینو چارو ادارې له خوا په دشت قلعه، رستاق، خواجه غار او په مرکز کې سروې شوې وې او په بېلابېلو پړاوونوکې ٢٢زره، ١٠زره، ٤١زره، ٣٣زره، ٤٥زره او ١٢زره افغانۍ د مهاجرت نړيوال سازمان له لوري او د مهاجرینو ادارې په څارنه ورکړل شوې.