لسګونه مهاجرین په جبري توګه له پاکستان څخه راستانه شول

sadam_morr

۵۲ تنه افغان مهاجرین د وري ۱۱نېټه د تورخم له فرضي کرښې څخه خپل هېواد ته راستانه شول.

د ننګرهار ولایت د تورخم سرحدي آمریت د معلوماتو له مخې، ۱۱ کورنۍ چې ۵۲ تنه کېږي په جبري توګه له پاکستان څخه راستنې شوې او هلته د مهاجرینو له ریاست سره تر نوم لیکنې وروسته د نورو مرستو په موخه د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ او د مهاجرت نړیوال سازمان دفترونو ته ور وپېژندل شوې.