ننګرهار کې له سلګونو کورنیو سره نغدي او د خوراکي توکو مرسته وشوه

sadam_morr
-

د ننګرهار ولایت په اوومه ناحیه کې پر ۵۱۴ راستنېدونکو، معلولینو، اړمنو او بې سرپرسته کورنیو نغدي او خوراکي توکي ووېشل شول

دغه کورنۍ له دې وړاندې هلته د مهاجرينو ادارې له خوا په مرکز او ولسواليو کې اړمنې پيژندل شوې وې.

دا مرسته له ۱۳۲ کورنيو سره په دوو پړاوونو کې ۱۸زره او ۱۵ زره افغانۍ، له یوې روغتیایي کڅوړې سره مل د مهاجرت نړيوال سازمان له خوا شوې وه

 او په غني خېلو او لعلپورې ولسوالۍکې له ۳۸۲ راستنېدونکو کورنيو سره د ۵ ډوله خوراکي توکو مرسته د خوړو نړیوال سازمان له خوا او د مهاجرینو ادارې په ملتیا او څارنه ووېشل شوه.