ایران څخه تر زرو زیات مهاجرین پخپله خوښه او په جبري توګه هېواد ته راستانه شول

anwari_morr

په ايران کې مېشت یو زره او ۶۵۵ مهاجرین د کب ۲۸مه نېټه د هرات د اسلام کلا له لارې خپل هېواد ته راستانه شول.

 د هرات د اسلام کلا د سرحدي آمربت د معلوماتو له مخې، په دغو کسانو کې کورنۍ هم شاملې وې، چې ۴۵۹ تنه یې اړمن وپېژندل شول او د مرستو په موخه د مهاجرت نړیوال سازمان دفتر ته ور وپېژندل شول چې خوراکي او غیر خوراکي توکي یې ترلاسه کړل.

دغه راز له ۶۴ کورنیو سره لس لس زره افغانۍ نغدي مرسته وشوه، ۱۶ بې سرپرسته ماشومان د خپلو کورنیو د پېژندنې په موخه وارچلډ موسسې ته ور وپېژندل شول او ۱۰۷ تنو ته هلته په پوله کې د ګومارل شوو کمېټو له خوا وړیا سیمکارتونه ووېشل شول.

 او ۱۶۵ تنه نور له روغتیايي خدمتونو برخمن شول.