د افغانستان له پاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي سیاسي مرستیال او ورسره مل پلاوي د ننګرهار ولایت د تورخم د انتقالاتو له ریاست څخه لیدنه وکړه

sadam_morr

د ننګرهار ولایت د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو ریاست د معلوماتو پر بنسټ، د افغانستان له پاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي سیاسي مرستیال ښاغلي مارکوز پوتزیل د ننګرهار ولایت د تورخم د انتقالاتو آمریت څخه لیدنه وکړه.

په دې غونډه کې ښاغلي مارکوز، چې ښاغلي لیونارد زولو، د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ د بېړنیو مرستو د ادارې عمومي رییس ښاغلي جیلواز او د مهاجرت د نړیوال سازمان، یونیسف او یوناما استازو یې ملتیا کوله او د مهاجرینو د راستنیدو له بهیر څخه یې لیدنه وکړه او د سرحدي آمر بخت جمال ګوهر لخوا دوی ته معلومات ورکړل شول.

ښاغلي مارکوز د تورخم د آمریت د ښه کارکولو څخه د خوښۍ په څرګندولو سره زیاته کړه: اسلامي امارت د مهاجرینو له پاره په لوړه کچه غوره خدمات وړاندې کړي، چې د دوی ښه مدیریت ښيي، چې ملي او بین المللي مؤسسې مهاجرینو ته د خدمت کولو له پاره تورخم ته راغلي دي، د شته فرصتونو سره سم هیله مند یم چې ښه خدمات وړاندې کړو.

ښاغلي لیونارد زولو وویل: د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ فعالیتونه چې له ډېرې مودې راهیسې روان دي، په دې وروستیو کې په ځانګړې توګه تورخم ته د زیات پام اوښتی چې د ښاغلي ګوهر د ښه مدیریت او همغږۍ ښکارندويي کوي.

هر یو پلاوي په خپل وار سره له ښآغلي ګوهر او د تورخم سرحدي آمریت د ټولو کارکوونکو څخه مننه وکړه او ډاډ یې ورکړ، چې د شته ستونزو د حل په موخه به د لازیاتو خدمتونو په وړاندې کولو کې هڅه وکړي.