کندهار کې ۷۳۴ بېځايه شوو کورنيوسره مرسته وشوه

ناپیژنده (not verified)
قندهار

د سعودي عربستان د ملک سلمان بن عبدالعزيز خيريه موسسې له لورې د کندهار ولايت دکډوالو چارو رياست په همکارۍ  ۷۳۴ بېځايه شوو کورنيوسره دخوراکي موادومرسته وشوه.

يادې کورنۍ چې د جګړو له امله د بېلابېلوسيموڅخه ددې ولايت مرکز ته راکډه شوې وې د تېرې دوشنبې په ورځ د عويي په ۳۰مه هرې کورنۍ سره د خوراکي موادو يوه يوه کڅوړه مرسته وشوه.

همدارنګه ۷۱ نورې بېځايه شوې کورنۍ چې د جګړو له امله دکندهرا ولايت دخاکريز ولسوالۍ څخه ددې ولايت مرکز ته راکډه شوې وې د ملګرو ملتونو دکډوالو ادارې (UNHCR) او خوراک نړيوال سازمان (WFP) له لورې خورکي مواد او دپخلنځي مکمل سامان الاتو مرسته ووېشل شوه.