د مهاجرینو چارو وزیر د پکتیکا ولایت لپاره د اسلامي امارت له ځینو ډلګۍ مشرانو سره وکتل

anwari_morr
چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۴:۵۲
-

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر نن د پکتیکا ولایت لپاره د اسلامي امارت له ځینو ډلګۍ مشرانو سره وکتل.

په دغې لیدنه کې، چې د اسلامي امارت د مجاهدینو د هلو ځلو او قربانیو په اړه خبرې وشوې، د حاضرو ډلګۍ مشرانو په استازيتوب مولوي عارف الله او مولوي نعمت الله مخلص خبرې وکړې او زیاته یې کړه، چې د پکتیکا مجاهدینو د جهاد په پیل کې خورا لږو امکانات ته لاس رسي لرل؛ خو د ولس د همکاریو او ملاتړ له امله د اشغال پر وړاندې د مجاهدینو هره هڅه بریالۍ کېده.

هغوی یادونه وکړه، چې تر دې دمه له ګاونډیو هېوادونو راستنو شویو ته ځينې خدمتونه وړاندې شوي او وړاندیز یې وکړ، چې اسلامي امارت دې راستنو شویو ته د استوګنیزو ښارګوټو چارې ګړندۍ او بېوزلو کورنیو ته د خوراکي توکو مرستې ووېشي.

د ناستې پر دوام د پکتیکا ډلګۍ مشرانو له محترم وزیر سره ځینې وړاندیزونه شریک کړل.

محترم مولوي عبدالکبیر راغلو ډلګۍ مشران ته ښه راغلاست وویل او د اسلامي نظام په راتګ او پایښت کې یې د هغوی د هڅو او قربانیو ستاینه وکړه.

نوموړي وویل، چې اسلامي امارت پر ولس تکیه کړې او له نیکه مرغه افغانانو د تاریخ په اوږدو کې له اسلامي ارزښتونو په کلکه دفاع کړې ده.

هغه څرګنده کړه، چې په لومړي پړاو کې په جبري ډول راستنو شویو ته د استوګنې ځمکې ورکول کېږي او په دویم پړاو کې به پاتې راستنو شویو ته استوګنیزې نمرې ورکړل شي.

د ناستې په پای کې محترم مولوي عبدالکبیر د پکتیکا ولایت په اړه شوي وړاندیزونه مهم وبلل او ورته د رسېدنې پر لارو چارو یې خبرې وکړې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۱:۱۰
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت پلاوی د کډوالو ستونزو ارزولو په موخه ترکیې په سفر لاړ

د وزارت د مقام دفتر رییس ښاغلي مولوي سعید احمد بنوري پر مشرۍ یو پلاوی د کډوالو او بندیانو ستونزو ارزولو په موخه ترکیې ته په سفر لاړ.
دغه پلاوی به د ترکیې هېواد له چارواکو او د افغان. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۵:۵
Background image

له همکارو بنسټونو سره دوه هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

د مهاجرینو چارو وزارت کې نن د جاپان خیریه مرستې او (OSAID) موسسو سره د ۲۹۸زره او ۷۶۳ امریکايي ډالرو پر ارزښت دوه هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول.
د هوکړه‌لیکونو موخه په نیمرزو، هلمند او ننګرهار. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۹:۲۵
Background image

د میدان وردګو مهاجرینو چارو امریت ته نوی امر ور وپېژندل شو

ښاغلی مولوي عبدالغني د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د وزارت د مقام دفتر رییس ښاغلي مولوي سعید احمد بنوري له لوري د میدان وردګو مهاجرینو چارو د نوي امر په توګه وپېژندل شو.
ښاغلي بنوري په چارو. . .

بېرته خبرونه ته