پکتیا، د مهاجرینو ښارګوټي کې روغتیایي کلینیک جوړېږي
پکتیا مرکز ګردیز، د رباط کلي د راستنو شوو مهاجرینو ښارګوټي کې د ٣٧٥ زرو امریکایي ډالرو په ارزښت روغتیایي کلینیک جوړېږي، چې د بنسټ ډبره یې نن د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر الحاج خليل الرحمن حقاني او یو شمېر نورو مسوولینو له لورې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې کېښودل شوه
په یادو مراسمو کې د مهاجرینو چارو سرپرست وویل، په دغه روغتیایي مرکز کې به د راستنو شوو مهاجرینو ترڅنګ د سیمې خلکو ته هم خدمات وړاندې کېږي
ښاغلي حقاني له ولسونو وغوښتل، چې د عام المنفعه پروژو ملاتړ او ساتنه وکړي
نوموړي په ټولو بهرمیشتو افغانانو غږ وکړ، چې د هېواد د بیا رغونې او سوکالۍ لپاره دې هېواد ته راستانه شي
د سیمې خلکو د اسلامي امارت او په ځانګړي ډول د مهاجرینو چارو سرپرست وزیر د هڅو ستاینه وکړه او ویې ویل د کلنیک د نشتون له امله دوی له ډېرو ستونزو سره مخ و، چې اوس به یې دغه ستونزې پای ومومي