په پغمان ولسوالۍ کې د افغان ماشومانو لپاره د جرمنې مرستې په نوم موسسې د (٥٠٠) اړمنو کورنيو سره د خوراکي توکو مرسته وکړه

anwari_morr
پنجشنبه ۱۴۰۰/۸/۲۰ - ۱۱:۳
په پغمان ولسوالۍ کې د افغان ماشومانو لپاره د جرمنې مرستې په نوم موسسې د (٥٠٠) اړمنو کورنيو سره د خوراکي توکو مرسته وکړه

د کابل پغمان ولسوالۍ کې (٥٠٠) اړمنو کورنيو سره د افغان ماشومانو لپاره د جرمني مرستې په نوم موسسې د خوراکي توکو مرسته وکړه.

د يادې موسسې رئيس حاجي محمد عالم شهاب د مرستو د وېش پرمهال وويل: زموږ اداره له کلونو راهيسې په افغانستان کې د صحت, تعليم, خوراکي توکو او ځېنو نورو برخو کې مرستې کوي او دغه لړۍ به جاري ساتي.

هغه د افغانستان خلک د سختو مشکلاتو سره مخامخ وبلل او له نړيوالو يې و غوښتل چې په سختو شرايطو کې د افغانانو لاسنوی وکړي.

د هغه په وينا, په ننيو مرستو کې وړه, غوړي, وريجې, بوره, لوبيا او چای شامل دي چې د يوې کوچنۍ کورنۍ لپاره به نږدی يوه مياشت کفايت وکړي.

دغه راز د کابل کډوالو او راستنېدونکو چارو رئيس قاري عبدالمتين رحيمزي د افغان ماشومانو لپاره د جرمني مرستې موسسې څخه ځانګړې مننه وکړه او ويې ويل: نور موسسات او خېريه بنسټونه دې ددې موسسې په پل قدم کېږدي او د اړمنو وګړو سره دې خپلې مرستې زياتي کړي.

هغه فقر د تېر فاسد نظام ميراث ياد کړ او ژمنه يې وکړه چې د لوي الله (ج) په مرسته به يې پاي ته رسوي.

د نوموړي په وينا, د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت هڅه کوي د سړې هوا تر راسېدو وړاندې ټول داخلي بې ځايه شوي کډوال خپلو سيمو ته انتقال کړي او اړمنو کورنيو ته پر وخت مرستې ور ورسوي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۵ - ۱۲:۱
Background image

د وزارت د کارکوونکو د ظرفیت لوړونې کورس پرانیستغونډه وشوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د کارکوونکو د ظرفیت لوړونې په موخه د ادارې او مدیریت د کورس پرانیست غونډه نن د غوایي په ۵ د وزارت د غونډو په تالار کې د وزارت د یو شمېر رییسانو،. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۲ - ۱۰:۳۹
Background image

د وزارت مسلکي مرستیال د بلخ ولایت د مهاجرینو له ریاست څخه لیدنه وکړه

د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو وزارت مسلکي مرستیال مولوي عبدالرحمن راشد د غوایي لومړۍ نیټه بلخ ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د مهاجرینو چارو ریاست له رییس او کارکوونکو سره ول. . .

شنبه ۱۴۰۳/۲/۱ - ۲۰:۲۰
Background image

د داخلي بې ځايه شويو ریيس د څلورمې ناحيې د کمپ له استازو سره ولیدل

 
د مهاجرینو چارو وزارت د داخلي بې ځایه شویو وضعیت ته د رسېدنې رییس مولوي سردار شېرزاد د کابل ښار د څلورمې ناحیې د بې ځایه شویو د مېشتغالي د اوسېدونکو له استازو سره ولیدل.
په دې. . .

بېرته خبرونه ته