شمېرې

راستنېدونکي

د ۲۰۱۹ کال د فبورۍ  په مياشت کې  په ټوله کې  ۲۵۵۶۱ تنه له ايران او پاکستان څخه دميلک،اسلام قلعه،سپين بولدک او تورخم له لارې او  ۱۲۶۵ تنه د اورپايي اونوروهېوادونو څخه د حامد کرزي دنړيوال هوايي ميدان له لارې خپل هېواد ته راستانه شوي،چې ځينېو سره يې د اړندو ادارو له لوري مرستې ترسره شوي.

په ۲۰۱۹ کال کې له ايران او پاکستان هېوادونو دهغه راستنېدونکو  افغان کډوالو شمېر،چې دکډوالۍ قانوني اسناد يې درلودل  ۱۸۲ او هغه چې دکډوالۍ قانوني اسناد يې نه درلودل ۶۱۱۵۱  تنوته رسيږي.

په ټوله کې د راستنېدونکو افغان کډوالو شمېرپه ۲۰۱۹ کال کې ۶۳۴۴۹  تنو ته رسيږي،چې  ۳۲۲۶۰ تنه يې په جبري توګه راويستل شوي او ۳۱۱۸۹  تنه يې په خپله خوښه هېوادته راستانه شوي دي.

د راستنېدونکو افغان کډوالو شمېر د ۲۰۰۲ کال څخه تر اوسه ۹۷۲۸۶۶۳  تنوته رسيږي.

داخلي بېځايه شوي

د ۲۰۱۹ کال  په  فبورۍ مياشت کې په ټوله کې ۲۶۸۱۰ تنه له جګړو او نورو ستونزو له امله دخپلو اصلي سيموڅخه بېځايه شوي و،چې زياتره يې بادغيس،هلمند،کندزو،فارياب،فراه،بلخ،نورستان،ننګرهار،سرپل او کنړولايت اوسېدونکي دي،چې په دغه موده کې ۵۵۷ تنه يې بېرته خپلو اصلي سيموته ستانه شوي او ۸۰۳۳  تنه يې داړندو ادارو له لوري دعاجلومرستوڅخه برخمنې شوي دي.

په دې توګه د ۲۰۱۹ کال ټول داخلي بېځايه شوي افغان کډوالو ۱۹۸۰۶۵ تنوته رسيږي او ۳۹۴۸ تنه يې بېرته خپلو اصلي سيموته ستانه شوي دي.