د کډوالو وزير وايي د عراقچي څرګندونې غيرې مسولانه دي

sadam_morr
یکشنبه ۱۳۹۸/۲/۲۲ - ۹:۵۴
خبر

د کډوالو او راستنېدونکو چارو  وزوير سيد حسين عالمي بلخي وايي، د ايران د بهرنيو چارو وزارت مرستيال عباس عراقچي څرګندونې غيرې مسولانه،  تحريک کوونکي، په ايران کې افغان کډوالوته د اندېښنې وړ او له نړيوالو ژمنو سره په ټکر کې دي.

ښاغلی بلخي وايي، د ايران بېلابېلو ټولنو عراقچې ته منفي ځواب ورکړی او له افغان کډوالو يې ملاتړ کړی. نوموړي زياته کړه،چې عراقچي دخپلو څرګندونو په اړه وضاحت وړاندې کړ؛ مګر ويې نه شو کولای چې په ايران کې عامه افکاروته دقناعت زمينه برابره کړي.

وروستيو کې دايران دبهرنيو چارو وزارت مرستيال عباس عراقچي وويل که چيري په ايران بنديزونه زياتوالی ومومي افغان کډوالو ممکن له ايران څخه ووځي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۴:۴۶
Background image

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د پکتیا ولایت له مرستیال والي مولوي انعام الله صلاح الدین سره وکتل

په دې لیدنه کې، چې په پکتیا کې د راستنو شویو په اړه خبرې وشوې، مولوي انعام الله صلاح الدین په یاد ولایت کې د راستنو شویو لپاره د قطر لخوا د استوګنې د یوه ښارګوټي د رغنیزو چارو په اړه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۳:۴۶
Background image

مهاجرینو چارو وزارت کې دوه هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت کې له احیای مجدد انصاري برای افغانستان او د کلیو او پرمختیايي پروګرام موسسو سره دوه هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول.
دغه هوکړه لیکونه، چې د یو میلیون ۲۳ زره. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۴:۲۴
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت کې نږدې د ۳ میلیونو ډالرو پر ارزښت ۳ هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت او د انکشافي و اجتماعي رازي، بشري صلح سازان افغان، دوستي مردم فرانسه با افغان ها موسسو ترمنځ د ۲ میلیونه ۸۹۸ زره او ۹۴۷ امریکايي ډالرو پر ارزښت د. . .

بېرته خبرونه ته