د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د ترکیې له سفیر ښاغلي جنک اونال سره په کابل کې د هغه د دندې پای ته رسېدو له امله د مخې ښې لیدنه وکړه

anwari_morr
پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۶ - ۱۰:۱۳
-

په ناسته کې د ترکیې سفیر ښاغلي جنک اونال د خپل کاري ماموریت په موده کې، د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د همکاریو او لیدنو له امله خوښي څرګنده کړه او د افغان ولس له مېلمه پالنې او همکاریو څخه یې مننه وکړه.
ښاغلي سفیر وویل، چې د ډیپلوماټیک ماموریت پر مهال يې د کابل او استانبول اړیکې پراخې شوې. دا مهال ترکیه او افغانستان په سوداګرۍ، ټرانزیټ، د ټولګټو پروژو په پلې کولو او سیاسي برخو کې ښه پرمختګونه لري.
ښاغلي جنک اونال څرګنده کړه، چې د ترکیې حکومت له افغانستان څخه خپل ملاتړ ته دوام ورکوي او د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په ګڼو نړیوالو ناستو کې نړیوال له اسلامي امارت سره مثبت تعامل ته هڅولي دي.
د ناستې پر دوام ښاغلي سفیر یادونه وکړه، چې ترکیه د افغانانو د اقتصادي ودې، روغتیا او د اړتیا وړ  نورو برخو کې مرستو ته ژمنتیا لري.
محترم مولوي عبدالکبیر ښاغلي جنک اونال ته د ښه راغلاست په ویلو سره په کابل کې د نوموړي ډيپلوماټیک ماموریت د ترکیې او افغانستان د اړیکو په پراخېدو کې مهم او ګټور یاد کړ او نوموړي ته یې په راتلونکو دندو کې د بریا هیله څرګنده کړه.
محترم وزیر له اسلامي امارت سره د ترکیې هېواد اړیکو ته په اشارې د افغانستان او پاکستان تر منځ په خبرو کې د ترکیې او قطر له هڅو او منځګړیتوب مننه وکړه او ترکیه یې د اسلامي نړۍ مهم هېواد یاد کړ.
محترم مولوي عبدالکبیر په ترکیه کې له افغان کډوالو سره پر اصولي چلند، په ټينګار سره، د یاد هېواد د ویزو تر لاسه کول، ترکیې ته د ناقانونه تګ په مخنیوي کې مهم وبالل.
د ناستې په پای کې محترم وزیر له افغانانو سره د ترکیې له مرستو مننه وکړه او په راتلونکې کې یې د کابل او استانبول د لا نیږدې اړیکو هیله څرګنده کړه.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳ - ۱۴:۳
Background image

په مهاجرینو وزارت کې د کډوالو لپاره د خدمتونو لاښه کولو او د همکاریو پیاوړتیا په موخه د مختلفو بنسټونو سره د ۵ میلیونه ډالرو په ارزښت ۵ هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت له جګړې د اغېزمنو ماشومانو، خدمات اجتماعي زنان، انکشافي و اجتماعي رازي، د بېړنیو بشري مرستو خیریه سازمان او په اسیا کې د نړۍ ټولنیزو خدمتونو موسسو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۲:۱۷
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د بېځایه شویو او راستنو شویو ماشومانو د زده‌کړو او خوندیتوب په موخه دوه هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت کې د افغان ښځو لپاره د ښځو او د افغان مېرمنو د یووالي پرمختیايي موسسو سره د ۶۲۲ زره ۷۰۳ امریکايي ډالرو پر ارزښت د همکارۍ دوه هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۱:۵۰
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې یو هوکړه لیک لاسلیک شو

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت کې د افغانستان پراختیا لپاره د هوساینې انجمن (WADAN)موسسې سره د ۴۹۸ زره او ۳۰۱ امریکایي ډالرو پر ارزښت د همکارۍ یو هوکړه لیک لاسلیک شو.
دغه پیسې به. . .

بېرته خبرونه ته