د مهاجرینو په وزارت کې د بې ځایه شویو د لېږد په موخه د همغږۍ ناسته وشوه

anwari_morr
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۲ - ۲۰:۲۸
-

خپلو اصلي ځايونو ته د بې ځايه شويو کسانو د لېږد د همغږۍ ناسته د مهاجرت نړيوال سازمان د استازو او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږي کوونکي په شتون کې د داخلي بې ځايه شويو په رياست کې وشوه.

د داخلي بې ځايه شويو کسانو رییس مولوي سردار شيرزاد وويل: موږ شاوخوا درې ميليونه بېځايه شوي لرو، د اسلامي امارت لومړۍ دنده دا وه چې دواطلبانه کورنۍ خپلو اصلي ځايونو ته انتقال کړي.

هغه زياته کړه، چې وضعيت د دغو کورنيو د لېږد لپاره مناسب دى، لسګونه زره کورنۍ خپلو اصلي ځايونو ته د ستنېدو لپاره چمتو دي، تېر کال د هغوى د لېږد پرېکړه شوې وه، خو د ستونزو له امله دا کار ونه شو.

شېرزاد وويل، دا يو لوى مسووليت دى او له ناستې يې موخه د بې ځايه شويو کسانو د لېږد په برخه کې له يو بل سره د همکارۍ او همغږۍ له لارې د دې ستونزې حل کول دي.

نوموړي دغه راز د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو له عالي کمېشنرۍ څخه وغوښتل چې د دغو کورنيو د لېږد په برخه کې په ګډه له خپلو ملګرو سره همکاري وکړي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشردوستانه مرستو د همغږۍ دفتر مرستیال او مشر محمد خاطر زید زیاته کړه چې موږ په دې برخه کې د مهاجرینو وزارت سره همکارۍ ته چمتو یو.

د مهاجرت نړیوال سازمان استازي جتیندرا بوهورا هم د سازمان د همکارۍ ډاډ څرګندکړ.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۶ - ۱۵:۱۱
Background image

د پاکستان په پلازمینه اسلام اباد کې د افغان سفارت د مهاجرینو چارو اتشې او قونسلګرۍ څانګې د همغږۍ ناسته وشوه.

 د پاکستان په اسلام اباد کې د افغان مهاجرینو چارو اتشې د دفتر د راپور له مخې، په دغه هئواد کې د اسلامي امارت د سفارت د قونسلګرۍ څانګې له مسولینو سره د دغه دفتر ګډه ناسته د غویي پر ۱۹مه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۶ - ۸:۴
Background image

بغلان: د مهاجرینو چارو وزیر د کرکر سیمې له سیلاب ځپلو سره ولیدل

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر الحاج خلیل الرحمن حقاني د بغلان ولایت مرکز پلخمري اړوند د کرکر سیمې له سیلاب ځپلو سره په داسې حال کې ولیدل، چې د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال. . .
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۲۵ - ۱۴:۴۵
Background image

بغلان: د سیلابونو له امله د شهیدانو کورنیو سره نغدي مرستې پیل شوې

د بغلان ولایت مرکزي بغلان ولسوالۍ کې د وروستیو سیلابونو له امله د شهیدانو کورنیو ته د هر شهید پرسر ١٠٠ زره افغانۍ د مهاجرینو چارو وزیر او یو شمېر نورو لوړپوړو چارواکو له لورې وویشل. . .

بېرته خبرونه ته